لیکوال : احمد بشير
بېګاه د دو شنبې په شپه د هېواد پیاوړی عالم، استاذ مولوي شیر ایاز فیاض په پاکستان کې د پيښور په جرنیلي هسپتال کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
د نوموړي جنازه نن (دو شنبه 29/5/1435 هـ = 31/3/2014 م) ماسپښين په ۲ بجې د پيښور په رینګ روډ باندې، اباسين یونورسټۍ ته مخامخ میدان کې اداء شوه. او بیا د جلوزو کمپ د شهيدانو هدېرې ته انتقال شوه او هلته خاورو ته وسپارل شوه.
مرحوم مولوي فیاض نه یوازې د روسانو په وړاندې د افغان ولس په وسلوال جهاد کې ستره ونډه درلوده، د ځوانانو په سالمه روزنه کې يې هم ستره ونډه درلوده. کله چې په افغانستان امریکایانو یرغل وکړ، نوموړي يې په وړاندې په ډاګه د مخالفت اعلان وکړ.
اروا ښاد مولوي فیاض د هجرت په دیار کې د دعوت او جهاد د پوهنتون استاد ؤ. او د عمرو بن حزم رضی الله عنه په مدرسه او د اتحاد په عالي لیسه کې يې هم د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړي.
د نوموړي یو زوی دوکتور عبد القدير د سعودي عربستان په یوه پوهنتون کې دوکتورا ترلاسه کړي، او دوه نور زامن يې (احسان الهي او حمدان الهي) د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون د اصول الدين او شرعياتو په پوهنځيو کې په زده کړو بوخت دي.
روح دې ښاد او ياد دې تل وي.
انا الله وانا اليه راجعون.
احمد بشير
.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.