لیکوال: احمد داؤد
څو جوپې میوې او سبزی د مچانو په څیر حشراتو باندی ککړی وی.(اسوسییټیډ پریس)
د اروپآیی عالی پلاوی د چارشنبی په ورځ اعلان وکړ چی اروپایی اتحادیی له هند څخه د پینځه قسمه میوو را واردول وروسته له هغه بند کړل څو جوپې د مچانو په څیر حشراتو باندې ککړې وې.
د بندیز په متن کی راغلی چی دا بندیز به د مئې له میاشتی پیلیږی او: ام، بانجان، د غټو کدوانو دوه قسمونه، او یو بل بوټی دی، چی دا له هند څخه د اروپایی اتحادیی ته د واردیدونکو سبزیجاتو او میوو ۵ په سلو کی جوړوی.
د بیان په متن کې ورزیاته شوې چی تیر کال هند څخه ۲۰۷ ډوله وارد شوی میوې او سبزیجات داسی حشراتو باندی ککړ ول چې په اروپا کې نه وو، او کیدلی شې چې دا په اروپا کې زراعت او صنعت ته ګواښ پیښ کړی.
پدې بندیز به د ۲۰۱۵م کال په پای کی د اروپایی اتحادیی ماهرین یو وار بیا له سره کتنه وکړی.
سرچینه: الجزیره
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.