لیکوال : محصلین
نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د کابل ښار شپږمې حوزې کارته سه سيمې سره پر يو بهرني ميلمستون سرښندونکي بريدونه شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوې استول شوې خبر پاڼه کې د یاد بريد مسؤلیت د منلو په ترڅ کې ويلي چې دغه میلمستون په اصل کې کلیسا هم ده او د افغانانو د مسیحيت ته اړولو لپاره ورڅخه کار اخستل کېږي.
ښاغلې مجاهد زیاته کړې چې بريد د دوی د یو تن ملګري د موټر بم په چاودنه پیل شو، او بیا سمدستي ګڼ نور وسلوال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو ودانۍ ته ننوتل او دننه يې بهرنيان تر بريد لاندې ونيول .
نوموړی څرګندوی چې بريدونه دوام لري، او تراوسه پورې يې ګڼ شمير بهرني اتباع ، دکلیسامسئولين او پکې هغه افغانان چې د مسيحيت منسوخ دین ته تر دعوت لاندي وو وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړې کلیسا یا ملیمستون سره نژدې د قزاقستان او ازبکستان سفارتونه هم شتون لري.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.