حامد افغان
قاضي ته دوه سړي راغلل، یو پینځوس کلن پرېړ او پیاوړی سړی و او بل په ملا کړوپ، امسا په لاس بوډا و، لومړي سړي قاضي ته وویل: دا زما ملګری دی، له ده سره مې د سرو زرو لس ټوکړې ایښې وې، مال په دې خپل کار چلوه، چې حالت دې ښه شي بیا به یې راکړې، خو اوس یې نه راکوي. قاضي بوډا ته وویل چې ولې یې نه ورکوې؟ بوډا وویل: صیب ما ورکړې دي خو له ده نه هېري دي.
قاضي بوډا ته وویل: ته به په محکمه کې په دې خبره قسم کوې؟ بوډا وویل: کوم یې، قاضي ورته وویل: ته ښی لاس پورته کړه او قسم وکړه، د بوډا څنګ ته یې مدعي ولاړ و، هغه ته یې امسا ونیوله چې دا ونیسه، هغه ونیوله، ده ښی لاس پورته کړ او قسم یې وکړ چې ده د سرو زرو ټوکړې ورته واپس کړې دی. قاضي یې مدعي ملامت کړ چې هسې دې پر بوډا دعوه کړې ده او هغه معذرت وغوښت. بوډا له مدعي نه امسا واخیستله او روان شو.
دواړه چې بهر وتل قاضی بېرته وروغوښتل، بوډا ته یې وویل: ایا ته هر وخت امسا کاروې؟ بوډا ورته وویل: کله کله، قاضي دا پوښتنه له مدعي وکړه چې دی کله کله امسا کاروي؟ هغه ورته وویل: دا لومړی ځل دی چې امسا ورسره وینم. قاضي له بوډا نه امسا واخیستله، لاندې باندې یې وکتله، موټی او قبضه یې غټه ورته ښکاره شوه، چې ویې پېچله تاو شوه، پسې ویې پېچله او اخیر یې وایستله، د امسا منځ کې غار و او خوله کې یې پمبه تخته شوې وه او هغه یې ورنه وایستله، چې امسا یې کږه کړه لس د سرو زرو ټوکړې ورنه تویه شوې!
هوښیار قاضي بوډا ته غوسه چې ډېر لوی مکرجن او لوی غل یې او په ناروا حیلو د مسلمان حق خورې، مدعي ته یې وویل سره زر دې درواخله، بدمرغه بوډا چې د قسم کولو پر مهال تا ته امسا درکړه، نو دې امسا کې خو ستا سره زر وو او هغه یې ځکه تا ته درکړه چې هغه مهال دی قسم کې دروغژن نه شي! قاضي امر وکړ چې دا مکرجن او قسم خور بندي کړئ.
دا ډول حیلې او بهانې زموږ ځینې خلک هم د الله تعالی د دوکه کولو (!) په نیت خلکو ته ورزده کوي او کوي، الله دې نجات راکړي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.