د انتالیا ډیپلوماسي فورم چې 2021 کال کې د ترکیې هیواد په نامتو ښار انتالیا کې د لومړي ځل لپاره رامنځته شوی دی، اساسي هدف یې د نړیوالو موضوعاتو څېړل او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو لپاره حل لار لټول دي. د انتالیا ډيپلوماسي فورم د دوهم ځل لپاره د 2022 کال د مارچ 11-13 پورې ټاکل شوی دی او د نړۍ ټول ګرم موضوعات چې د هغه له جملې څخه یو افغانستان هم دی د اجنډا کې را ټول شوي دي.
انتالیا ډيپلوماسۍ فورم ته د ټولې نړۍ څخه 2500 میلمانه را بلل شوي دي، چې د هغوی له جملې څخه ولسمشران، لومړي وزیران، بهرنیو چارو وزیران، ډیپلوماټان او د نړیوالو سازمانونو استازي هم دي.
که څه هم تراوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، مګر د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه د ترکیې په کوربتوب باندې په داسې غونډه کې ګډون چې د ټولې نړۍ لوړ پوړي چارواکي پکې ګډون لري د لاسته راوړنو څخه ډک دی.
د انتالیا ډيپلوماسۍ فورم پرانیسته پرون ترکی ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا وشوه او نن په دوهمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم خپله وینا په نړیوال سټیج باندې وړاندې کړه. د ښاغلي متقي وینا چې د افغانستان څلوېښت کلن دردونه او کړاوونه پکې نغښتي ول د نړیوالو توجه را جلب کړه. نوموړي نړیوالو باندې یو ځل بیا غږ وکړ چې د افغانستان سره هم د یو آزاد او خپلواک هیواد په حیث چلند وشي او افغانان هم د نورو انسانانو په څېر د خپلو حقوقو څخه برخمن شي.
سربیره پردې ښاغلي متقي د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام ویسټ سره هم مخامخ کتنه وکړه او دې پریکړې ته ورسیدل چې امریکا به د افغانستان 3.5 ملیارده ډالر خیریه مؤسسو ته نه ورکوي. افغان لوري په دې ټینګار وکړ چې ټوله کنګل شوې شتمني باید په مستقیم ډول د افغانستان بانک ته تسلیم شی.
د یادونې وړ ده چې افغان لوري د نړۍ د مختلفو هیوادونو له استازو سره ځانګړې ناستې هم ترسره کړې دي او دوی ته یې بلنه ورکړې ده ترڅو د افغان حکومت سره اړیکې پیل کړي. د دې ترڅنګ ښاغلي متقي نړیوالو ته په څرګندو ټکو وویل چې افغانستان اقتصادي او سیاسي ملاتړ ته کلکه اړتیا لري، ترڅو چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او خپل ملت د فقر او اقتصادي ستونزو څخه وژغوري.
لنډه دا چې انتالیا ډيپلوماسي فورم نه یوازې دا چې افغان حکومت ته غونډه کې یوازې د سمبولیک ګډون بلنه ورکړه، بلکې د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره یې مخامخ خبرې اترې هم وشوې. دغه نړیوالې غونډې په حقیقت کې د افغانستان سرپرست حکومت ته مشروعیت ورکړ او د نیمه رسمیت مزل یې نیژدې پای ته ورساوه، چې په نیږدې راتلونکې کې به د نړیوالو له لوري په بشپړ او علني بڼه په رسمیت وپيژندل شي.
د انتالیا غونډه کې د افغانستان استازیتوب خپله افغانانو وکړ او ټولې نړۍ ته یې څرګنده کړه چې افغانان سوکاله او آرام ژوند خوښوي او ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي. افغان هیئت دا ثابته کړه چې افغانان خپل استازیتوب خپله کوي او د هیچا فشارونه او غیر مشروع غوښتنو ته سر نه ټیټوي او د یو خپلواک هیواد په حیث د هر هیواد سره دوه اړخیزې اړیکې پالي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.