لیکوال: حمزه الیاس یوه مسلمانه او باعفته خور زمونږ او ستاسو د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لوبوي ځکه د یوې مسلمانې خور له غېږ نه داسي څوک روزل کېږي چي هغه دټول امت سپه سالاران پاتېږي دیوې مؤمني ښځي له غېږ نه عمر مختار ، صلاح الدین ایوبي ، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله غوندي سړي روزل سوي دي.
که چیري یوه مؤمنه خور خپل اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنه پاتې شي نو دا به دیو اسلامي امت ویاړ پاتې شي ښځه د یوې مسلماني ټولني بنسټګره ده کوم چي دیو مسلماني خور دبهتریني روزني لامل دا کېدای سي چي زمونږ ټولنه اسلامپاله ګرځېدلای سي. یوه مسلمانه خور په اسلامی ټولنه کي زیات رول لوبوي ؛ باید هره مسلمانه خورکۍ خپل مسؤلیت درک کړي او رغنده ګامونه واخلي او داسلامي ټولني په روزنه کی خپل مثبت رول ولوبوي.
مونږ داسلامي اصولو په چوکاټ کي خپلو خوېندو ته هغه حق ورکړئ کوم چي اسلام مونږ ته په قرآن عظیم الشان کي راښودلی دي مونږ دخپلو خوېندو دعزت او او آبرو دخوندي کېدو لپاره خپل ځانونه په اور لولپه کوو ، دخپلو خوېندو نه مو هم دا آرزو ده چي تاسو دغرب دا نرم باد راڅخه تېر نه باسې او تاسو دغرب په دا پلیته پدیده باندي ونه غولېږي خوېندو ستاسو عزت په ډېموکراسۍ، سوشلېزم، نېشنلزم کي هیڅ کله هم نشته تاسو باید دډیموکراسۍ په غولېدونکو نومونو باندي ونه غولېږي ستاسو عزت صرف او صرف په اسلام کي دي، نړېوال چی کومي دعوې کوی دا ټولي کاذبي دعوې دي. ائ! مسلمانو خوېندو مونږ ستاسو دعزت ساتلو لپاره خپلي تاندي ځوانۍ په اور لولپه کوو خپلي تنکۍ ځوانۍ په بند کي اچوو داټول زغملای سو خو دیوه خونخوار سړي بد کتل هم نسو زغملای تاسو په آرام خپل ژوند داسلامي اصولو په رڼا کې تېر کړي مونږ ستاسو دعزت او آبرو لپاره شپې روڼه وؤ تاسو هم باید دخپلو مسلمانو وروڼو قربانۍ ته په کتو خپل ځانونه مسؤل وګڼئ او داسي یو اسلامپاله ټولنه وروزئ چي دآینده نسل لپاره یو نوی زرین باب پرانېزي نو له همدې امله مؤمنه ښځه د ايثار، محبت، خدمت او مرحمت پېکر دی ښځه د انساني نسل د بقا ضمانت دی ښځه د انساني ټولنې ښکلا ده مؤمنه ښځه داسلامي امت ویاړ ده.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.