#کارموندنه #شمېر: ۱۸۹۳ بستونه #اداره: د کابل ښار او بېلابېلو ولسواليو ښوونځي #نوم_ليکنه: په حضوري ډول د فورمونو ډکول او سپارل #نېټه: د کب (حوت) له ۱۷مې تر ۲۹مې پورې
بشپړ متن:
د کابل ولایت په ښار او و لسوالیو کې د پوهنې وزارت د ۵ او ۶ اداري او د ښوونکو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شول. د وزارتونو / ادارو د پینځم او شپږم اداري بستونو او د ښوونکو بستونو د ګومارنې رسمي بهیر په پیل سره، په لومړي پړاو کې د کابل ولایت د پوهنې وزارت د ښوونکو او د اداري برخې کمبود ۱۸۹۳ بستونه اعلان ته وړاندې شول چې ۲۷۵ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي. د نورو ولایتونو کمبود بستونه په بل پړاو کې اعلانېږي. غوښتونکي کولای شي د اعلان شویو تشو بستونو نوملړ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له رسمي فېسبوک پاڼې، د پوهنې وزارت له ویبپاڼې او د ازموینو ملي ادارې له ویبپاڼې ترلاسه کړي. د دې بستونو لپاره د غوښتنې فورمې له لاندې تعلیمي حوزو نه په وړیا توګه ترلاسه کړئ. په کابل ښار کې د فورمو د وېش مرکزونه 1. دویمه تعلیمي حوزه، شاه دوشمشېره جومات ته مخامخ د خواجه عبدالله انصاري لېسه 2. درېیمه تعلیمي حوزه، څلورمه کارته، افغان ټکنالوژۍ انستیتوت ته څېرمه د غازي لېسه 3. یوولسمه تعلیمي حوزه، ګولايي خیرخانه د خلیل الله خلیلي لېسه 4. شپاړسمه تعلیمي حوزه، لومړۍ مکروریان د نازو انا د ذکورو لېسه 5. د مرکز حوزه د پوهنې وزارت بشري سرچینو ریاست، درېیمه کارته کې د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو انستیتوت پخوانۍ ودانۍ د کابل ولسوالیو د فورمو د وېش مرکزونه 1. مرکزي هسته د کابل ولایت پوهنې ریاست، شاه دوشمشېره 2. د استالف ولسوالۍ پوهنې امریت 3. د بګرامیو ولسوالۍ د پوهنې امریت د ۲۱ ناحیې څنګ ته 4. د پغمان ولسوالۍ پوهنې امریت، د پغمان د ذکورو لېسه 5. د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې امریت 6. د ده سبز ولسوالۍ پوهنې امریت 7. د سروبي ولسوالۍ د پوهنې امریت 8. د شکر درې ولسوالۍ پوهنې امریت 9. د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې امریت 10. د کلکان ولسوالۍ د پوهنې امریت 11. د موسهي ولسوالۍ د پوهنې امریت 12. د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې امریت 13. د فرزې ولسوالۍ پوهنې امریت 14. د چهار اسیاب ولسوالۍ د پوهنې امریت 15. د ګلدرې ولسوالۍ پوهنې امریت د غوښتنې د فورمو وېش د کب په ۱۷ د سې شنبې په ورځ پیلېږي او تر لسو کاري ورځو یعني، د کب تر ۲۹ دوام کوي. د غوښتنې فورمې له ډکولو مخکې، د ډله ییزو ازموینو بېلابېلو پړاوونو لارښود په ځېر ولولئ. د غوښتنې په فورمه کې د بست نوم، وزارت، ریاست، د بست موقعیت او د بست کد په کره توګه درج کړئ. په کره توګه د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، خپل یو عکس په فورمه کې ونښلوئ او بیا یې د تذکرې له کاپي او تحصیلي اسنادو له کاپي سره یو ځای د فورمو د وېش او راټولولو په مرکزونو کې د پوهنې وزارت استازي ته وسپارئ. د اعلان شوو بستونو لیست کتلو لپاره لاندې لینک کیکاږئ. https://drive.google.com/file/d/1zI9tV2130JwzrcHkv-MJ58crHIHTA1Ne/view?usp=sharing
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.