نــــظــــم : عزیزالرحمن عیاس
خطیب دی،طالب دی،ملا دی،امام دی راجوړ مو له داسي اشخاصونظام دی هیواده باور وکړه زښت بختور یې…! در کړی چې تاته څیښتن دا انعام دی
عمر غوندې خلکو دې لوړ نام نشان کړ منصور لولپه په سره اور درته ځان کړ تنکي فدایان دې پر ننګ قرباني شول اخلاص حقانیت یې حیران ټول جهان کړ په ننګ کې یې وړی له هر چا مقام دی
نړۍ شي حیرانه و داسي حکومت ته ورکړی پوره حق طالب دی ملت ته نه ظلم نه غلا نه فساد شته وطن کې نه زړه ښه کولای شي څوک ورشوت ته قربان دې شم مشره هرڅه ته دې پام دی
یو ځل نه موږ مات کړ جهان څو څو واري له هر یوه سرزوري مو ورکې کړې لاري حیران یم ته ولې پر ځان رحم نه کړې؟ تر څو لا زما اېلېدو ته وخت شمارې؟ چې ولې دې فکر نړۍ دومره خام دی؟
په کفر یې یخې شل کاله سینې کړې هیواد ته یې ور د سرونو تحفې کړې عیاسه چې څوک وراغلي حکومت ته له دې ځایه بار یې فقط جنازې کړې غیرت د طالب ته زما صد سلام دی
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.