شاعر: ګوهري
دجــدې پــه شــپـــــږمـه سـره روسـان راغلـــي و زمــونــږ آزادوطــــن تــه ظــــالــمــــان راغلـي و
کارمل یې په ټانــګــونوباندې سپورکابل ته راووړ وحشت اومرګ اوژوبلې ته وحــشــیــان راغلي و
دګل غوندې وطن یې کــنـــډکــپــرکړو په بمـونـو دښمــــن دبــشـــریـت اوقــــاتــــــلان راغلـــــي و
کورونه مدرســې اومسجــــدونــه یې راړنګ کړل وژونـــکي وانـــوونکـــي چــارپــایـــان راغلـــي و
دوسـتـي اویـاکلـنـه وه چې دایې نتیجــه شــــوه لـه غـرودسـایـبـیــریـانـه شـــرمـښـــان راغلـــي و
وحشي درنده ګان و دوی دعوه دانسـانـیـت کــړه جـامـه دانسـانـانـــوکـــې دیـــــــــــوان راغلـــي و
مرام یې واشـــغــال د بــحــرهــنــدله دغـې لارې دګـــرمـــواوبـــوتـــــږي پـــه ارمــــــان راغلـــي و
بلخواته یې مرام خــلــیـــج فــارس ته رسـیدل و نـیـولـواوتـســخــیــرتــه دایـــــــــران راغــلـــي و
غوښتل یې منځنی ختیځ دځان مستعـمـره کــړي په دې شـومـونـیـتـونــوســنـــــډاګــان راغلـــي و
خبرنه وچې دغه خیوا نه افــــغــــانــســتــان دی آخرکې ګـــوهـــري تـه پـه ګــــــــریـــان راغلــي و ـــــــــــــــــــــــ پـــــــــــــــــــــــــــای ــــــــــــــــــــ
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.