محصلین (دوشنبه، د تلې ۲۶ مه، ۱۴۰۰ل): د میلاد النبي په مناسبت سبا د سه شنبې ورځ چې د ربیع الأول میاشتې دولسمې نیټې سره سمون خوري په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده.
د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا په خپور شوي مکتوب کې ویل شوي چې سبا دولسم د ربیع الأول/۱۴۴۳هـ ق مطابق د ۲۷ میزان/۱۴۰۰هـ ش د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله عله وسلم د زوکړې سره برابره ده، له همدې امله او د کار د ۴۱ مادې په اساس په ټول هېواد عامه رخصتي ده.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له ټینګښت وروسته دا لومړۍ دولتي عمومي رخصتي ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا اعلانیږي.
Perdón pero yo se que no esta permitido celebraciones en el nacimiento del día del Profeta -SAW- Quizas alguien en idioma inglés pueda aclarar sobre este punto porque puede ser que mi información sea incompleta. Wasalam
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.