غلام عمر عبدالله
دا مجسمه د یوه ترکي شېدو خرڅوونکي ده، چي غیرت او مېړانه یې په تاریخ کي ثبت او تر اوسه د یوې مجسمې په توګه خلکو ته ښودل کېږي.
کله چي عثماني خلافت ړنګ شو او فرانسویان د ترکیې جنوبي ولایت “قهرمان مرعش” ته ننوتل، نو هغه مهال ټولو ښځو پوره حجاب او پرده کول.
فرانسوي جنرال چي د مسلمانو ښځو ستر او حجاب ولیدی نو ورته ویې ویل: ستاسو دولت له منځه ولاړی تاسي اوس د لویدیځ تر حکم لاندي یاست خپل حجاب مو لېري کړی. مسلمانو ښځو د فرانسوي یرغلګر خبره ونه منل، جنرال د هغوی حجاب ته لاس ور واچوی غوښتل یې چي بې ستره یې کړي.
له دې صحنې سره نږدې یو شېدې پلورونکی چي (إمام سوتوجو) نومېدی ولاړ ؤ کله چي یې دا حالت ولیدی پر مسلمانو خویندو یې غیرت وکړ، مرستي ته یې ور ودانګل، توپنچه یې را وایستل فرانسوی جنرال یې وویشتی او مړ یې کړ. له دې پېښي څخه وروسته خلک د فرانسویانو په خلاف راپورته شول او له ۱۹۲۳ کال څخه وړاندي یې د قهرمان مرعش ښار له فرانسویانو څخه آزاد کړ.
وروسته د شېدو پلورونکي د غیرت او مېړاني دغه کیسه په ښوونځیو کي د تدریسي موادو په توګه تدریس کېدل، یو پوهنتون یې هم په نامه سره ونومول شو او یاده پېښه د ښار په منځ کي د مجمسې په توګه انځور شوه او تر اوسه ولاړه ده.
Masha’Allah
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.