حامد افغان
د یوه کوچني او غریب ښار اوسیدونکي ټول په پورونو کې غرق وو او ژوند یې هم په پور روان و، یوه ورځ ناڅاپه یو ډېر شتمن سړی دې ښار ته راغی، د ښار مسافرخانې ته ننوت، د استقبال کاونټر یا محاسب ته یې پر مېز 100 ډالره کېښودل، دی پورته وخوت چې د ځان لپاره ښه او مناسب کوټه خوښه کړي.
په دې وخت کې د مسافرخانې خاوند موکه غنیمت وګڼله، سل ډالره یې ورواخیستل، په منډه یې کساب ته ځان ورسوه او هغه ته یې د هغه سل ډالره پور ورکړ. کساب ډېر خوشاله شو، په منډه یې د څارویو تاجر ته ځان ورسوه او د هغه پور یې ورکړ. د څارویو تاجر پخپل نوبت سل ډالره ورواخیستل، د وښو تاجر ته ورغی او د هغه پور یې ورکړ.
د وشو تاجر د هغه ټرک خاوند ته ورغی چې له بل ښار نه به یې واښه راوړل او په دوی به یې خرڅول. او د هغه پور یې پرې کړ. د ټرک ډریور مسافر خانې ته روان شو، ده به هلته په پور کوټه نیوله او شپې به یې په کې کولې، دا سل ډالره یې د مسافرخانې خاوند ته ورکړل.
د مسافرخانې خاوند سل ډالر ورواخیستل او د محاسب خواته یې کېښودل. په دې وخت کې شتمن سړی راښکته شو، د مسافرخانې کوټو کې له ډېر چګر وروسته یې کوټه خوښه شوې نه وه، خپل سل ډالره یې ورواخیستل او روان شو. د دې کوچني ښار خلکو هیڅ ګټه ونه کړه او نه څه شی په لاس ورغلل، ایله دومره یې وکړل چې خپل پورونه یې پرې کړل. ویل کیږي د امریکا متحده ایالات په دې توګه د نړۍ اقتصادیات اداره کوي!
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.