لیکوال : محمد أفغاني
دتخار ولایت درستاق ولسوالۍ داستخباراتو امر او پولیسو دینګي کلا ولسوالۍ څخه دکورنیو څارویو بشپړه رمه غلا کړې او رستاق ولسوالۍ ته يې وړې ده.
دسيمي خلک وايي، ۶۰څاروي درستاق دپولیسو له لوري تیره شپه ناوخته غلاشوي دي.
دینګی کلا ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نصر الله چي ۳۷ پسونه يې غلاشوي له رسنیو سره په خبروکي ویلي، کله چي دوی سهار خبر شول، پسې ورغلل او په لاره کي يې درستاق داستخباراتو امر او پولیس له څارویو سره وموندل، کله چي يې دڅارویو په اړه پوښتنه ورڅخه وکړه، نو امر ورته ویلي، دوی دغه څاروي دغلو له لاسونوڅخه راخلاص کړي، دنصر الله په خبره، ماورته وویل، چي امرصاحب دغه پسونه بیارستاق ته ویلي بیايې، نو په دې خبره داستخباراتو امر ورباندي په غوسه شواو دده دوهلو تکل يې وکړ.
دینګي کلا اوسیدونکي وايي، له دې وړاندي هم څو ځله ددوی مالونه دسیمه يیزو زورواکانو او پولیسو له لوري غلاشوي دي.
دکابل دادارې اړوند درستاق ولسوال عبدالمناف فيضي ویلي، دینګي کلا له ولسوالۍ څخه درستاق دامنیه قومندانۍ داستخباراتو امر او پولیسو لسګونه څاروي غلاکړي دي، دنوموړي په خبره، داستخباراتو دغه مشر له دې وړاندي هم دخلکو مالونه په زوره او غلا وړي دي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.