لیکوال : أنس شيرزاد
زمونږ هیواد له نږدې ۱۳کالو د امریکا او د هغې د غلامانو تر واک لاندې دې ، په دې دیارلس کلونو کې ډیر افغانان د امریکا په وحشي ګوزارونو کې تر خاورو لاندې شول ، ډیر بې ګناه افغانان د واشنګټن د ظالمو واکمنانو د شومو دسیسو قرباني شول ، په لکونه افغانان په مختلفو بریدونو کې په وینو ولمبیدل .
الله تعالی ددې مظلومو مسلمانانو لپاره د مجاهدینو او طالبانو یو کمزورې ډله د دې مظلوم ولس په اوساطو کې راوټوکوله ، دې مجاهدې ډلې په ډېر لږ وخت کې وکولاې شول چې د اشغالګرو ډیر پلانونه رسوا او شنډ کړي ، کله چې اشغالګرو ولیدل چې د خلکو خواخوږي د مجاهدینو سره زیاته شوې ده ، او ددوې له ظلمونو تنګ راغلي ، بیا یې نو د مختلفو د سیسو څخه په کار اخیستلو د مجاهدینو په بدنامه کولولاس پورې کړ ، دا کار یې هغه وخت پیل کړ کله چې د مجاهدینو سره د مخامخ جګړې په ډکر کې پاتې راغلل ، ددوې کفري فولادي قوت د ایماني تورې په مقابل کې ویلي شو ، په بازارونو ، مسجدونو کې یې چاودنې ترسره کړې ، په زرګونه عام وګړي یې ووژل بیا یې پړه پر مجاهدینو واچوله ، خو دا بېعقله دښمنان په دې نه پوهیدل چې افغانان ددوې په دسیسو نه غولیږي ، مجاهدینو هم د الله تعالی په فضل سره ددې ټولو ناځوانمردانه بریدونو غندنه وکړه ، ددوې دسیسو ته ښه متوجه ول ، ځکه خو د وحشي اشغالګرو دا دسیسې تر ډیره حده رسوا او ناکامه شوې .
په عراق کې چې کله مجاهدین د برې پر لور روان وو ، او د عامو مسلمانانو له پوره ډاډه برخمن وو ، امریکایانو او دهغوې خوفیه ادارو لکه بلیک واټر او داسې نورو له همدې خبیثې دسیسې څخه په کار اخیستنې د مجاهدینو د بدنامۍکوښښونه پیل کړل ، په عامو بازارونو کې یې خونړۍچاودنې ترسره کړې او بیا یې پړه پر مجاهدینو ور واچوله. تردې چې ډير خلک یې د مجاهدینو پر خلاف راوپارول او مجاهدین مجبور شول چې له ډيرو ښارونو په شاتګ وکړي .
دوې کله کله د خپلو پلانونو د پلې کلو په هدف د خپلو وفادارو مزدورانو سره هم وفا نه کوي ، په داسې ځاې کې چاودنې ترسره کوي چې هلته ددوې ځينې ګوډاګیان هم له منځه ځي ترڅو د خلکو شکوک راوپاروي چې ګنې دا چاودنه مجاهدینو کړې او هدف یې ترې هغه ګوډاګیان ول ، په ځینو ځایونو کې دوې خپل جاسوسان او مزدوران هم د خپلو موخو قرباني کړل .
په دې هکله رابرټ فیسک چې یو مشهور برتانوي خبریال دی، داسې لیکي : په عراق کې امریکایانو یو عراقي وګړي ته د پولیسو په لیکو کې روزنه ورکوله. نوموړي عراقي به ۷۰٪وخت د موټروانۍ په زده کولو مصرفاوه او ۳۰٪فیصده یې د وسلو زده کړې ته ورکړی وه… څه موده وروسته امریکایانو ورته وویل چې ولاړ شه او یوه اونۍ وروسته راشه. یوه اونۍ وروسته عراقي وګړی راغی… امریکایانو یو موبایل ټلیفون او موټر ورکړ او د خلکو د ګڼې ګوڼې یوه سیمه یې وروښوده چې ولاړ شي، کله چې هلته ورسیږي امریکایانو ته باید ټلیفون وکړي تر څو امریکایان لازم هدایات ورکړي. عراقي پولیس ټاکلي ځای ته ورسید خو د موبایل د ضعیف آنتن (سیګنل) له کبله یې ونه شول کولای امریکایانو ته زنګ ووهي، موټر یې یوې څنډې ته پریښود او پخپله یو مناسب ځای ته د ټلیفون کولو لپاره ولاړ، خو چې څنګه یې امریکایانو ته زنګ ووهلو یو درب شو او ګوري چې موټر ټوټې ټوټې دی. رابرټ فیسک دا خبرې په 28/1/2006 تاریخ په خپلې یوې مقالې كېلیکلې وې.
د تورو اوبو (بليك واټر) په نوم دې بدنام سازمان په مختلفو هیوادونو کې عام وګړي د امریکایې واکمنانو د مصالحو د خوندیتوب له امله په وینو لمبولي ، په دوې هیڅ عقاب او کومه جریمه نشته ، دوې چې هر جرم کوي نه محاکمه کیږي ، په عراق کې یې په سني میشتو سیمو کې ډیرې خونړۍچاودنې ترسره کړې ترڅو مجاهدین بدنام کړي او خلک د هغوې په خلاف راوپاروي همداراز یې زمونږ په هیواد افغانستان کې هم مختلفې دسیسې په کار واچولې د ارګون پیښه یوه د هغو دسیسو څخه ده چې وحشي امریکایانو د پکتیا د مجاهد پال ولس څخه د غچ اخیستنې او ددې مجاهد ولس او مجاهدینو ترمنځ د درز اچونې په موخه د خپلو دې بدنامو شرکتونو څخه په استفادې په کار واچوله .
زمونږ ګران او مومن هیوادوال باید په دې وپوهیږي چې دارنګه اجرامي کړنې د مجاهدینو کار نه بلکې د مجاهدینو د بدنامۍپه موخه د دښمنانو لخوا ترسره کیږي ، غواړي ستاسو او د مجاهدینو ترمنځ واټن پیدا کړي تر څو ستاسو او دمجاهدینو ترمنځ هغه خواخوږي له منځه لاړه شي چې د جهاد په برکت رامنځ ته شوې ده .
مجاهدین د همدې مظلوم ولس د دفاع لپاره د خپلو کورونو را وتلي ، خپلې ښځې او ماشومان یې پریښی ، په غرونو او دښتو کې یوازې ددې لپاره ژوند تیروي چې د امریکایې وحشتناکو لښکرو او دهغوې د غلامانو څخه د دې مظلوم ولس غچ او انتقام واخلي .
هغه مجاهد چې د دې مظلوم ملت د آزادې لپاره خپلې وینې تویوي او په دې لاره کې د زندان د تکلیفونو او نورو مشکلاتو څخه نه ویریږي ، هیڅکله ددې جرم مرتکب کیدلای نه شي .
دا ددښمنانو دسیسې او پلانونه دي ، ډیر ژر به ددې پیښې حقیقت هم زمونږ مسلمانو هیوادوالو ته ښه راڅرګند شي ، او ددې غربیانو دا شوم پلانونه به هم د پخوا په څیر شنډ شي . ان شاء الله ، والله خیر الماکرین .
أنس شيرزاد
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.