ليكوال : محمد أفغاني
د سوریې په حمص ښار کې پرون د اسلامي دولت او سوریې نظامي ځواکونو ترمنځ خونړې نښتې شوي چې پکې د بشار الاسد ۲۰۰ سرتیري وژل شوي دي .
د مسار په نوم یوې خبرې سرچینې خبر ورکړې چې اسلامي دولت د حمص په تدمر سیمه کې د الشاعر په نوم د طبیعي غازو یو لوی شرکت هم نیولی دی .
خبر زیاتوي چې اسلامي دولت د بشار الاسد د رژیم ۸ پوستې له منځه وړي ، تر ۲۰۰ زیات سرتیري یې وژلي او تر ۶۵ یې ژوندي نیولي دي .
مسار زیاتوي : اسلامي دولت ۶ ټانګونه ، توغندي او نور عسکري مهمات ولجه کړي دي .
له بلې خوا د دیر الزور په هوایي ډګر کې د اسلامي دولت او بشارالاسد ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او اسلامي دولت غواړي چې هوایې ډګر له نظامي ځواکونو ونیسي .
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.