ليكوال: مشفق حريتمل
ارګونه غم دې راته نوې اندېښنې پيدا کړې ارګونه غم دې يوه بل شان انګېزه لرله ارګونه ستا غېږ کې په دې حقه روژه کې ظالم د وحشتونو اوظلمو نوې څهره ښکاره کړه او ستا بې جرمه روژه تيان مومنان يې خپلو وينو باندې ولمبول ارګونه ته خو يې شاهد دصحنې خو بس بې ژبې يې خبرې نه کړې چې کوم ظالم دغه وحشت انجام کړ ارګونه خدای دې په تا رحم وکړي ماته دا ستا دا پيښه نوی دخطر زنګ دی د سره شيطان ديوه نوي بد ضرر زنګ دی ارګونه ته مې په دې ټول عمر ليدلی نه يې خو دې له نوم سره له ډير پخوا اشنا يمه زه ځکه چې ته زما د ګران وطن يوه ټوټه يې په دې نړۍ به دې زه ورنه کړم خوږه ټوټه يې ارګونه دلته بليک واټر شته او موساد شته دي ارګونه دلته د نړۍ مفسدان ټول راټول دي ارګونه دلته يو ستر جال دسترفساد شته دی ارګونه څه وکړم دا هرڅه ستا خپلوانو کړي ارګونه دوی له هاغه غرب نه په اوږو راوستل او ستا په غېږ کې يې همدوی په خدمتو ستړي دي او ګران وطن ته ورنه هره ورځ تاوان پيښيږي ارګونه غږ وکړه په ټولو هيوادوالو باندې په سياسيونو په روڼ اندو خبريالو باندې چې ددې پېښې تحليل مه کوئ د تېر په شانتې ځکه چې دې پېښې څه نوې انګېزې خپرې کړې په دغه پيښه کې له مخې ولسيان شهيدان په دغه پيښه کې تورسرې ماشومان شهيدان په دغه پيښه کې بابا په وينو سور پروت دی په دغه پېښه کې تنکي تنکي ځوانان شهيدان په دغه پېښه کې څه نورې کړۍ لاس لري هغوی چې کفر ته ښه نيت او ښه اخلاص لري په دغه پيښه کې دې ښکيل څو شيطاني شبکې د امريکا او اسرائيلو دجالي شبکې ددغې پېښې ښه کره تحقيق کول په کار دي ددغې پېښې عاملين پيدا کول په کار دي ارګونه خدای شته چې په غم دې درديدلی يمه ارګونه خدای دې په تا رحم وکړي فضل وکړي ارګونه خدای دې شهيدانو ته جنت ورکړه او غم ځپلو ته دغم د زغم طاقت ورکړه
۲۰۱۴/۷/۱۶ چارشنبه اتلسمه روژه
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.