لیکوال: خالد اسلام جار.
له كابل څخه په ترلاسه شوې تازه خبر کې ویل شوي چې نن سهار ۴ بجې د کابل هوايي ډګر په نظامي برخه د طالبانو لخوا پیل شوي بریدونه له پنځه نيمو ساعتونو څخه وروسته پای ته ورسیدل. که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي، په برید کې هوايي ډګر ته زیان نه دی اوښتی، چې په وینا یې د هوايي ډګر د ننه هېڅ راکټ نه دی لګېدلی. خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي: په دغه بريد کې د درنو ځاني تلفاتو ترڅنګ نظامي تأسیساتو، الوتکو او زخايرو ته هم درانه زیانونه واوښتل او ډير وسائط د اور خوراک شول. ښاغلي ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوي خبرپاڼه کې چې مونږ ته يې هم رالیږلې زیاته کړې: جګړه هغه مهال پیل شوه چې لومړی د هوايي ډګر نظامي برخې سره جوخت د ټونس موټر په مټ دروند انفجار را منځته شو چې له امله يې د میدان موانع لري او څلور واړه فدايي مجاهدين ميدان ته داخل او خپلو ټاکل شوو اهدافوته ورسیدل. وروسته د میدان په دننه کې په الوتکو، ډيپوګانو، نظامي تأسیساتو، د عسکرو خوب خونو، پيره دار خانو او د تيلو په زخیرو بریدونه پيل شول. بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنيو ته د بريد کوونکو شمېره ۶ تنه ښودلې ده، خو طالب ویاند ذبيح الله مجاهد، په سپکو او درنو وسلو سمبال سرښندونکو طالبانو شمېره ۴ ښودلې او نومونه يې هم په ډاګه کړې چې صلاح الدين د کابل اوسیدونکي، عزت الله د ننګرهار اوسیدونکي، کرامت الله د کندز اوسیدونکي او هدايت الله د بغلان اوسیدونکي دي. د ذبيح الله مجاهد په وينا د جګړې په لړ کې په هغو راغلو پولیسو، عسکرو او په اصطلاح ګمانډوګانو هم حملې وشوې چې د بریدڅخه وروسته له خوبه راويښ او میدان ته را واستول شول. طالب وياند زیاته کړې چې دغه بریدونه د نن سهار تر ۹ نيمو بجو پورې روان ول چې په نتيجه کې يي په هوايي ډګر کې د یو سل او يولسمې فرقې د قومندان په ګډون ګڼ شمير عسکرو, پولیسو او نظامي کارمندانو ته مرګ ژوبله واوښتله. د يادونې وړ ده چې دغه بریدونه د کورنیو او نړیوالو الوتنو د بندېدو لامل هم شوي، هغه الوتنې چې باید نن په کابل هوايي ډګر کې ترسره شوې وای، د هرات او مزار شریف په هوايي ډګرونو کې شوې دي.
د برید ویډیو په لاندې لینک کلیک کولو سره لیدلائ شی :
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.