ليكوال: حقمل
الله تعالی مسلماني مېرمنې ته دکور څخه وتلو په وخت دیوڅو آدابو سپارښتنه کړي ، پر هغې لازمه او فرض ده چې دهغې ځانګړی خیال وساتي؛ ترڅو زموږ اسلامي ټولنه په عفت او پاکدامنۍ کې خوندي وي. موږ ددې ليکنې په ترڅ کې درې مهمو ټکو ته اشاره کوو: 1- حجاب (پرده). 2- ډول (سینګار). 3- عطر استعمالول. لومړی: شرعي حجاب (پرده) : الله رب العزت پرمسلمانې مېرمنې حجاب فرض او لازم کړی دی ، الله تعالی د احزاب په سورت کې فرمايي: (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) ژباړه: ای پېغمبره ! خپلو مېرمنو او لوڼو او دمومنانو ښځوته ووايه چې پرخپل ځان باندې دخپلو ټکريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده ترڅوچې هغوې وپېژندلی شي او ونه ځورول شي. الله تعالی غفور او رحیم ذات دی. همدارنګه د النور سورت کې فرمايي: (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ) ژباړه: (او پر خپلو سينو دي دخپلو پردو پلوونه واچوي) – نو داحزاب په سورت کې يې (جلباب) ذکر کړو، (جلباب) هغه جامو ته وايي چې داوګو څخه دپښو تر تله اوږد وي. – او دالنور سورت کې يې (خِمَار) ذکر کړو ، (خِمَار) هغه لوپټۍ (څادر) ته وايي کوم چې دمېرمنې وېښته ، غاړه ، سینه او مخ پټوي. نو دپورته دوو آیتو څخه دحجاب فرضیت ثابتېږي. – همدارنګه په شرعي جامه کې شرط دادی چې بدن ترې نه ښکاري، داسې تنګه جامه نه وي چې دبدن اندامونه پکې راوتي وي ، نه داسې نرۍ چې بدن ترې ښکاري، نه داسې چې دسړو سره مشابهت (ورته والی) ولري ، نه داسې چې دکافرو ښځو پورې خاصه جامه وي ، نه دشهرت او ځان ښودنې او نه دزينت او ښایست جامه وي. دا دجمهورو علماؤ مذهب دی. کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اسامه بن زید (رضي الله عنه) ته قبطي جامه ورکړه (یورنګه پیړ لباس دی) ، بیايې ورڅخه وپوښته: (ولي دي هغه قبطي جامه نده اغوستي؟) اسامه (رضي الله عنه) ورته وویل: هغه مې خپلې ماندينې ته ورکړې، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل: (خپلې مېرمنې ته دې ووایه چې بله جامه ورڅخه لاندې واغوندي، ویریږم چې دهغې دهډوکو حجم پکې راښکاره نشي). مسند أحمد. نو معلومه شوه دکومې جامې څخه چې بدن ښکاري یا دبدن داندامو توصیف کوي (یانې دبدن اندامونه ورڅخه دتنګښت لامله راوتي وي) لکه پتلون ، تنګې جامې او داسې نور غیر شرعي جامې اغوستل حرام او په هرې مسلمانې مېرمنې فرض ده چې ځان ترې وژغوري. دنبي علیه السلام پر بي بي (عایشه رضي عنها) یوڅه ښځې ننوتې چې جامې یې نرۍ وې ، نو ورته يې وويل : (که چېرې تاسو مومنانې یاستئ ، نو داخو دمومنو میرمنو جامه نده!!) ، همدارنګه یوځل پرې یوه ناوې ننوته او هغې شفافه (نرۍ) لوپټه په سرکړې وه؛ ورته یې وویل: (تا دالنور په سورت ایمان ندی راوړی؛ آیا مسلمانه مېرمن داسې لوپټه په سر اچوي؟!!) نو ای خویندو! که چېرته عایشه (رضي الله عنها) دمسلمانو مېرمنو اوسنی حالت وګوري ، څه فکر کوۍ چې څه به ووايي؟ حتی که دځینو باحجابه مېرمنو حالت وګورې چې پنډۍ یې ترې ښکاري ، او غاړ لوڅوي ، او تنګې جامې اغوندي نو.. ؟!! نور بیا…
حقمل
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.