لیکوال : محمد أفغاني
د افغانستان پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ بازار کې په یوې چاودنې کې لږترلږه ۸۹ کسان وژل شول او لسګونه نور ټپیان شول .
چاودنه نن ګهیځ شاوخوا لس بجې وشوه ، او دومره زوروره وه، چې د مارکیټ چت یې راوغورځاوه او ډېر خلک ترې لاندې شول.
طالبانو په خپله رسمي اعلامیه کې دا کار غندلی او ویلي یې دي چې دا کار ددوې نه دی بلکې د دښمن د هغه دسیسو څخه یوه دسیسه ده چې مجاهدینو د بدنامولو په موخه یې په کار اچوي .
طالبانو وویل : څرنګه چې دښمن د مختلفو دسیسو په کار اچولو سره دمجاهدينو دبدنامولو هڅې کوي، امکان لري چې د پکتيکا د ارګون د نن ورځې پيښه هم مجاهدينو ته منسوب کړي.
بناء موږ هېوادوالو او رسنيو ته په ډاګه کوو چې دغه کار د اسلامي امارت د مجاهدينو نه ده اونه هم مسئولين د دغه راز عمل د ترسره کولو اجازه ورکوي، په دې اړه بايد ټول ډاډه ووسي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.