ليكوال: أسد الله مهدی
له تیرې یوې اونۍ راپدیخوا د غزې مظلوم او بې دفاع ولس له ځمکې او هوا څخه دیهودي ځناورو لخوا د اور او بارودو د ناترسه باران رحم او کرم ته درمضان میاشت مبارکې شپې او ورځې په دې هیله تیروي چې ګوندې په دې پرمختللې نړۍ (چې د موږکانو او پیشوګانو دحقوقو د ساتنې په نوم هم تنظیمونه وجود لري او د هغوي له حقونو او نسل څخه دفاع او ساتنه باندې ویاړکوي) کې به څوک دوي تر موږکانو او پیشوګانو کم ارزښته ونه ګڼي او ددوي مرستې ته به را ودانګي او یا به هم هغه څوک چې ځانته د ملګرو ملتونو اداره وایي او دا دعوه کوي ددنیا د ټولو بشري توکمونو څخه دظلم لرې کول یي اساسي دنده او وظیفه ده او په ډیرو ځایونو کې دهمدې ادارې په سلا او خوښه د ملګرو ملتونو دامنیت ساتونکي په نوم وسلوال قوتونه هم ولیږل شول چې ترټولو نږدې هغه یي د مرکزي افریقا جمهوریت ته د عیسوي لږکیو دساتلو په موخه زرګونه عسکر ولیږل شول او هلته یي مسلمان پاچا له واکه لیرې او عیسایی وسلوال ډاکوان یی په واک کې راوستل او هغوی هم د مسلمانانو په ځپلو او له خپلو کورونو څخه په ایستلو کې هیڅ نوع دریغ او صرفه ونه کوله او اوس حالات عادي حالت ته راګرځیدلي ! اوعیسایان ښه په نره او رڼا ورځ کولاي شي هرمسلمان چې وغواړي وژلاي او کوریې لوټلاي او نور ډیر څه ورسره کولاي شي !! .
او یاخو به هم د غزې د مظلوم ولس سترګې په اصلاح د اسلامي هیوادونو په کانفرانس خښې وي او خداي خبر چې څه امید به ورڅخه لري ؛ اوالله ښه پوهیږي چې ددې مظلوم ولس په زړه به څه تیریږي او کوم د مأیوسۍ طوفان به سر اخیستي وي .
خو بیاهم مونږ دغزې مظلوم او کړیدلي ولس ته دا ویل غواړو چې هرګز دا سوچ او فکر و نکړۍ چې مونږ تاسو له یاده ویستلي یۍ بلکه همیشه زمونږ په سترګو ستاسو د مظلومیت انځورونه غړیږي ؛ نه یوازې داچې ستاسو په غم اوتکلیف خفه یو بلکه ځان درشریک بولو او دا احساس مونږ ته تر بلې هرې ریا کارې او ادا کارې څیرې ځکه ښه احساسیږي چې زمونږ په کور او کلي هم یوه داسې شپه او یاهم ورځ نه تیریږي چې زمونږ په چم او ګاونډ دې صلیبی یرغلګر هوایي بمبارد ٬ چهاپه ٬ او کومه بله کرغیړنه کړنه نه وي ترسره کړي او مونږ ستاسو په ضرورت هم ښه پوهیږو خو څه وکوو پخپله له داسې بلا سره لاس او ګریوان یو چي تاسو ته له یوې لپې دعا او څو څاڅکو اوښکو پرته نور څه نشو ډالۍ کولاي او هغه د پښتنو متل دي چې وایي تشه لاسه ته مې دښمن یي .
او دافکر خوبالکل مه کوۍ چې ګواکې مونږ هم لکه د ایراني ایات الله ګانو په څیر تش په نامه د فلسطین ددفاع او د اسرائیلو د محوه کولو نارې او سورې وهو او په عملي ډګر کې بیا د اسرائیلو سرپرست امریکا سره په افغانستان او عراق کې د مسلمانانو په خلاف اتحاد کوو٫ او تردې لازیات داچې په داسې حال کې چې په فلسیطینی ولس رڼا ورځ توره شپه ده او خامنه یی الوتکې په شام او عراق کې د سني مسلمانانو په کورونو بمبارۍ کوي او خپل منافقانه څیره راښکاره کوي ٬ بلکې مونږ عملا ستاسو د دښمن اسرائیل له ستر پالونکي (امریکا ) سره په یوه نا انډوله جګړه کې ښکیل یو او دشمن مو دادي د الله تعالی په کومک سره را لاندې کړي او ډیر ژربه انشاء الله ستاسو ددښمن یعنی اسرائیلو یوازیني سرپرست هم را وپرزوو .
یاهم د غزې مظلوم ولس دا خیال ونکړي چې ګواکې مونږ هم لکه د عربي نړۍ واکداران او شتمن چې څوک د برازیل په هیواد کې له کیدونکي د فټبال د جام نړیوالو سیالیو په نندارو دومره مصروف دي چې حتی د غزې له حالاتو ځان خبرول هم له سپورټي اصولو سره په ټکر کې بولي او په ډیرې بې شرمۍ سره ځان غولوي او سبا بیګاه یی ژبه د موندیال په ذکر تر او تازه ساتلي وي ؛ لیکن مونږ الحمد لله په داسې حال چې صلیبی دښمن مو له هرخوا څخه راګیر کړي په هغوي باندې دهر ګوزار پر وخت ځان او نورو مجاهدینو مخې ته دغزې دانتقام جذبه هم مخې ته راولو او په هماغه جوش او جذبه په امریکایانو او د هغوي په ګوډاګیانو ګوزارونه کوو .
هو په رښتیا چې مونږ د مصر د ظالم پوځي حکومت هغه ګام هم حیران نکړو چې له مصري ولس څخه د غچ اخیستلو او د غزې له حالاتو دهغوي دپام اړولو په موخه یې په مصر کې د نرخونو د لوړولو تر ټولو زیات تاریخ ثبت کړ ـ هو هغوي باید داسې کړي واي ځکه سیسي د فرعون اصلي کړوسي دي ٬ او پرته له شکه چې د اماراتو حکومت دې سخاوتمندانه ! پریکړې چې غزه والو ته پنځه ویشت ملیونه ډالر مرسته ورکوي ډیر حیران کړم او ماته کابو د نه منلو ښکاریده چې د اماراتو حکومت دا اوس تازه یې یو داسې نړیوال مارکیټ پرانیستي چې د دوبۍ والو په وینا چې په ټوله نړۍ څوک د هغه دمقابلې سوچ هم نشي کولاي نو له داسې یوه حکومت دومره لږه مرسته او هغه هم خداي خبر کومو لاسونو کې به ورکړل شي ٬ مونږ په داسې حال کې چې دغزه والو ددفاع په لاره کې دټولې دنیا نذرانه کول هم د غزې دهغې معصومې انجلۍ داوښکو بیه هم نه بولو کومه چې د خپل شهید پلار سرته ناسته او په خپله معصومانه انداز ژړا او واویلا کې کوشش کوي چې د شهادت په نیازبین خوب ویده خپل پلار را پاڅوي او هغه هیڅ هم نه وايي ، نوراڅۍ چې په خپل ټول وس او توان سره دغزې مظلوم ولس دفاع او مرستې ته ور ودانګو او زمونږ او راسره شاوخوا کې مسلمانانو لپاره ښه داده چې کوم خلک دیهودي حکومت دوستان او یا دهغوي ددوستانو دوستي کوي په هغوي باندې ورځ شپه کړو او پاخه زیانونه وراړوو ؛ او کوم خلک چې دیهودو دښمن او دیهودو له دوستانو سره په جنګ دي د هغوي ننګه او ملاتړ وکوو او دادي ښه طلایي موکه الله راکړې د طالبانو اسلامي امارت د خیبر غزا په نوم عملیات اعلان او پیل کړیدی نوکه څوک ځان د غزې په غم غمجن بولي هسې تش لاسو مروړلو څخه هیڅ لاسته نه ورځي باید لاس پکار او له طالبانو اسلامي امارت سره اوږه په اوږه د صلیبیانو او دهغوي د ګوډاګیانو د ځالو په لمینځه وړلو کې خپل اسلامي مسئولیت اداء او په خپل افغاني غیرت ونازیږي پدې سره به ځان ددنیا او آخرت له رسوایۍ وژغوري او یهودیان او د هغوي تالي څټي به په خپلو شومو مورامونو کې له ناکامۍ سره مخ کړي الله پاک زمونږ ټولو مسلمانانو یار او مدد کار شي آمین .
أسد الله مهدی
۱۴/۷/۲۰۱۴
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.