لیکوال: احمد سعید کاموال.
غزه دفلسطین هغه ټوټه ځمکه ده چې نفوس يې پر نورو برخو زيات دی. پوره اوه کاله کېږي چې دوحشي اسرائیلو د محاصرې لاندې ده چې په دې کې ورسره دمصر طاغوتي حکومت هم لاس لري، په دغه اوه کلو کې یی هيڅ آزادي نده موندلي، دوحشي او ستمګرو اسرائیلو لخوا پرې وخت په وخت ډېرې بې رحمانه بمباریاني ترسره کېږي؛ چې دکوچني ، لوۍ ، ښځې او بوډا توپیر په کې نه کوي. کله چې مرسي په مصر کې دواګي په ګدۍ کښیناست دغه محاصره تر یوڅه اندازې کمه شوه. خو دمرسي حکومت -چې نږدې یوکال يې دوام وکړ- د ړنګېدو سره سم دغه محاصره دویم ځل پېل شوه. په دغه اوه کلو کې غزه ديهودو لخوا درې ځلې دوحشتناک بمبارد لاندې راغله؛ لومړی بمبارد يې د ۲۰۰۸م کال په ديسمبر کې پیل او د ۲۰۰۹م کال دجنوری په مياشت کې پاې وموند چې نږدې دوه میاشتې يې دوام وکړ، دويم بمبارد يې د ۲۰۱۲م کال دديسمبر په مياشت کې وه، او دريم بمبارد يې د روان کال (۲۰۱۴م) دجولای دمياشتې دلومړي تاريخ څخه پېل دی. دغه وړه ټوټه ځمکه چې مساحت يې د ۳۶۰ کيلو مترو څخه نه زياتيږي، هيڅ غرونه او پناه ګانی نلري، زياتره اوسيدونکي يې د يهودو دظلم او وحشت له امله په ۱۹۴۸م کال دفلسطين له مختلفو سيمو څخه راتښتيدلي دي. دوګړو شمېر يې نږدې يو مليون ته رسيږي چې دنړۍ دزياتو نفوسو لرونکو سيمو څخه شميرل کيږي. ددې سيمی اوسيدونکي هغه قهرمانه، زړور او بردباره مسلمانان دي چې په خپل لاس جوړي شوې اسلحو دنړۍ ستر او غښتلي فوځ چې دمختلفو جنګي وسايلو څخه برخه من دی جنګيږي. دغزې مسلمانانو په دغه اوه کلنه محاصره کې -چې یو بین المللي جرم دی- کلک او فولادي مقاومت وښود؛ ددوی دامقاومت یوحیرانوونکی کار څه چې یوه معجزه ورته ویلای شو ؛ ځکه ددوۍ مقابله دیو عادي فوځ سره نه ؛ بلکې د نړۍ په کچه د يو ستر فوځي، ټريننګ شوي، په وسله سمبال، او د نړۍ د زورو طاقتونو لخوا اکمال شوي ځواک په مقابل کې ده. او دغه وګړي چې ددغې محاصرې په مقابل کې مقاومت ښايې څه عادي خلک نه ؛ بلکې دا هغه دي چې الله تعالی ځانګړي کړي، دڅه عجيبه ايمان او استقامت لرونکي دي، دغه باهمته خلک دنورو مسلمانانو دضميرونو او اخلاقو آزموينه کوي چې آيا دوۍ خپلو ورونو سره مرسته کوي او که نه؟ او پر دغه مصيبت چې اخته دي آیا دخلاصون څه احساس يې لري او که څنګه..؟!! يهود چې ذليل، خوار، شړل شوی، او بدبخته قوم دی؛ دنړۍ دمختلفو سيمو څخه فلسطين ته په دې موخه راغلي چې ددې ځاې اوسېدونکي وځپې، او خپله پادشاهي پری وکړي؛ نو کله چې عربي نړۍ چې په سر کې يې دسعودي جابر او طاغوتي حکومت دی دفلسطني وګړو سره هیڅ رنګه مرسته ونکړه اوحاکمان يې ديهودو ګوډاګيان شول؛ همداسې شوه چې دفلسطين مظلوم وګړي ددې ددې وحشيانو ترلاس لاندې راغلل، چې وخت په وخت ورته ډول ډول عذابونه ښايي. کله چې عربي حاکمانو دفلسطین مظلوم ولس مرستې ته شا کړه، اوس هر مسلمان ته لازمه ده چې دغزې او دفلسطين ټولو مسلمانانو سره هر ډول ځاني او مالي مرستو ته چمتو شي ترڅو ددغه وحشي کفارو دظلم څخه په امان کې شي؛ ځکه دهغوۍ درد دهر مسلمان درد دی. رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايی: ” مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى”.رواه مسلم. د مسلمانانو په خپل منځ کې محبت، رحم، شفقت او مهرباني د يو بدن په څېر ده، که دبدن يوه عضوه په درد وي؛ نو ټول بدن ورسره نا آرامه او تبه کې وي. د غزې قهرمان او زړور قوم سره ددې کړاونو او مسلسل بمباریانو چې په دا څو ورځو کې نږدې (۱۲۰۰) ځلې وشو؛ دالله په مرسته په ډېره میړانه يې مقاومت وښود ، یهودو ته يې غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړل حتی ديهودو نيم اوسيدونکي يې دېته مجبور کړل چې ځانونه په پناه ګاوو او دځمکې لاندې ځايو کې پټ او خوندي کړي. بلکی مجاهدين په دې وتوانېدل چې ديهودو بحري قوت تر بريد لاندې راولي، او حتی نتنياهو دې ته مجبوره شو چې خپلې خبري غونډې ته دپاې ټکی کېږدي کله چې د ډار زنګونه يې ترغوږه شول کوم چې دبمونو د رالويدو خبر ورکوي..!! که يهود د نړۍ ګوډ ګوډ څخه ددې لپاره راغلي وي چې په فلسطين کې آرام او هوسا ژوند تېر کړي، نو دفلسطينيانو دغه اوه کلنی مقاومت او دهغوۍ ژوند دبدامنۍ او تشویش سره مخ کول هغه معجزه ده ؛ چې الله تعالی مسلمان ته دا ښايې چې دغه خلک په صبر او استقامت معجزې جوړوي، نو ته خپله فريضه هېره نکړې، خصوصا پدې حساسو شیبو کې هغوۍ تاته ډېر سخت ضرورت لري… رب العزت دې اسرائیلو ته خپل دقدرت نښې نښانې وښايې ، په خپل قهر او غضب دې مبتلا کړي او الله دې دځمکې مخ ددې پليتو او مردارو څخه پاک کړي ترڅو ټول مسلمانان هوسا او آرام ژوند تېر کړي. وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وآله وصحبه أجمعین. احمد سعید کاموال
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.