د ټاکنو ډنډورې وغږېدې، اخوا دېخوا منډې ترړې وشوې، شپې او ورځې په سر واخیستل شوې، خلکو ته په چېغو چېغو وویل شول چې را ووزئ، رایې وکړئ، خپل برخلیک په خپله وټاکئ، له اوسنې حکومت نه سرټکوئ، که را ونه وتئ، سبا به بیا همدا حکومت وي، اداري فساد به وي، غلاوې به وي، د ځمکو غصب به وي، چور او چپاول به وي، وژنې به وي، مرګونه به وي، وینې به وي، اوښکې به وي، لوږه او تنده به وي، بې وسي او بې کسي به وي! اې ولسه! که غواړې له دې ټولو ناخوالو ځان خلاص کړې، راووزه رایه ورکړه!
د نړۍ دوهم مفکر ته رایه ور کړئ! نورو به ویل مجاهد ته رایه ور کړئ! د ټاکنو لپاره کمیسیونونه مخکې له مخکې ټاکل شوي وو، هغوی ویل مونږ تیار یو، سم کار به وکړو، په پای کې یې ویل: اوه ملیونه خلکو ګډون وکړ، اته میلیونه خلکو ګډون وکړ!
فکر کېدو چې په دې دومره چېغو کې خو به یوه رښتیا وي؛ ځکه چا د ډاکترانو په نامه چېغې وهلې، چا د ملایانو په نامه چېغې وهلې، چا د روشنفکرانو په نامه، چا د قومونو او قبیلو په نامه، چا د ټولنو او ګوندونو په نامه! چا د ورزشکارانو په نامه! چا د لیکوالانو او شاعرانو په نامه! آن چې ډمانو هم چېغې وهلې!
کله چې د رایو شمېرنه وشوه، خبره په بله شوه، یو لارو کوڅو ته راووتو، غامغال یې جوړ کړ، بل به هره شېبه ویل چې ائتلافي حکومت نه منم! په هېڅ بیه یې نه منم! د ولس له رایو سره خیانت نه کوم! ولس په ما باور کړی، زه به د ولس آرمانونه پوره کوم! هاغه بل یې ویل زه څه تر تا کم یم! ته چې ائتلافي حکومت نه مني، زه یې دوه ځله نه منم!
هر یو په خپل خره سپور و، خبره یې موازي حکومت ته سره ورسوله، بې تخته پاچاهي اعلان شوه! کرزی یې سوټکي بوټکي کړ! سر یې ورغوڅ کړ! لاسونه او پښې یې ور ماتې کړې! په خېټه کې یې وختل! خوله یې د خاورو ور ډکه کړه!
خو کله چې له پاسه اومابا سترګې ورته برګې کړې، لوبه یو په یوه سړه شوه، د جان کیري دراتګ خبره شوه! راغی، دواړه یې لاس نیولي خپل کورته ور سره بوتلل، چېرته چې د افغان مظلوم ولس د برخلیک پرېکړې کېږي!! د هر یوه یې د ماشوم په څېر لږ لږ غوږ پرې تاو کړ! په غېږو یې سره ور وستل! یو څو خبرې یې ور زده کړې، چې دا به رسنیو ته کوئ!
په داسې حال کې چې جان کیري ورته ولاړ و، د دوی حرکات او سکنات یې څارل! متاسفانه دواړه د ذلت په ماحول کې د طوطیانو په څېر ور زده کړل شوې سندرې وویلې! ائتلافي حکومت چې یو هم نه منلو، دواړو ومنلو! خو په دومره توپیر سره چې په خره یې د آس ځل واچولو! ائتلافي نه، ملي وحدت! واه! واه! او دوی خوشحاله په دې شول چې ځه هر څه چې دي، ځل خو یې د آس دی! آه! افغان ولسه څومره دې د بخت ستوری د ځمکې تل ته لوېدلی! دا ډول څېرې ستا په برخه ورسېدې!
ډېر د درد او تاسف ځای دا و چې هر یوه به چې کله خبرې کولې ددې پرځای چې کمیرو او ژورنالستانو ته وګوري، په وار وار به یې د جان کیري سترګو ته کتل! چې څه بې ادبي خو به یې نه کړې!
جان کیري لاړ او دوی ته یې دنده وسپارله، هغه څه یې پرې وکړل چې د جان کیري له شتون پرته یوه هم نه کول!
اوس نو قضاوت د خلکو په لاس وي! د اتو ملیونو وزن زیات و، که د یوه کیري د رایې؟ وايي سالی که نیکو ست از بهارش پیداست. دا یې پسرلی! دوبي، مني او ژمي ته یې غوږ نیسئ!
جمال خالد
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.