لیکوال: احمد سعید کاموال.
د اسلام سپیڅلي دين دڅرګندو حقایقو څخه چې عقيدې پورې ټینګ او مظبوط تړاو لري دين او دولت دی؛ چې د دواړو ترمنځ بيلتون نا شونی دی. یو مستشرق چې مسلمان شوی داسې وايې: (دا نه وايم چې اسلام دين دی ، يا اسلام دولت دی؛ بلکې دا وايم چې اسلام دين او دولت دواړه دی).
الله (جل جلاله) د انسان نجات په دغه دين کې د (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) په پلي کولو سره تړلی ، الله (جل جلا له) فرمایي: (وَالْعَصْرِ ، إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ ، إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) ژباړه: په زمانه قسم ، انسان په حقیقت کې په لوی تاوان کې دی، پرته له هغو خلکو چې ایمان يې راوړی او ښه عملونه کوي او یوبل ته دحق نصیحت او دصبر ښودنه کوي. (دالعصر سورت). نو په آخرت کې انسان یواځې په ایمان راوړلو او نيکو اعمالو دخسران (تاوان) څخه نجات نه مومي؛ بلکې پکارده چې یو بل ته دحق نصیحت وکړي (امربالمعروف او نهی عن المنکر) او پرې صبر وکړي.
همدارنګه مسلمانانو ته ددولت دتأسیس امر یواځې او يواځې ددې لپاره شوی چې شرعي امور پلي کړی شي؛ او ددې کار لپاره دمسلمان حاکم ټاکل ددین دلویو مسؤلیتونو څخه شميرل کيږي؛ لکه څرنګه چې یوعالم فرمایي: (پکارده چې دا روښانه شي: پر خلکو دديني مشر ټاکل دلویو واجباتو څخه دي؛ بلکې ددین او دنیا شتون بې له دې ناشونی دی).
نوڅرګنده شوه چې داسلامي دولت مقصد او موخه ددین او (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) قايمول دي.
او داهم باید وپیژنو چې معروف (نیک) ټول هغه قولونه او فعلونه چې الله تعالی پرې راضي کيږي او دخلکو مصلحتونه په نظر کې نیول کیږي وايي؛ چې پدې کې حتی دلارې سمول هم شامل دي. او منکر (بد) ټول هغه قولونه او فعلونه چې الله تعالی پرې ناراضه کیږي، او دخلکو دفاسدولو باعث ګرځي وايي؛ مثلا: ږیره خریل، بد رد ویل ، په خرڅلاو کې ټګي کول او نور. لنډه داچې (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) په شریعت کې یوه عامه او شامله کلمه ده، ټول هغه څه چې په شریعت کې شامل دي هغه تر دې کلمه لاندې راځي.
دا يو منل شوی حقيقت دی چې قرآن کریم او نبوي سنت پر دې ګواهي ورکوي چې دین او دولت دواړه سره تړلي دي. الله تعالی فرمايی:”لَقَدْ أرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيْزَانَ لِيَقُوْمَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَ أنْزَلْنَا الْحَدِيْدَ” الحديد:25. ژباړه: مونږ خپل پيغمبران له روښانو څرګندو نښانو اوهداياتو سره وليږل، اوله هغو سره موكتاب او تله نازل كړله تر څو چې خلك پرعدل ولاړ وي او اوسپنه مو راكوزه کړه.
– همدارنګه ددې په مقابل کې دوه باطلې لاري دي :
يوه هغه چې يو تن ځان دين ته منسوبوي؛ خو داسلامي دولت قایمول او دالله په لار کې جهاد يي موخه او هدف نه وي، او بله لاره هغه چې يو تن امير شي ، جهاد هم کوي او مال هم خرچ کوي؛ خو مقصد يي ددين قایمول نه وي. نو دغه دواړه لارې ديهودو او نصاراوو لاري دي، لومړنۍ دګمراهو نصاراوو لار ده او دويمه دغضب کړی شوو يهودو لاره ده.
اوسمهال داسلامي دولتونو چارواکو هم دیهودو او نصاراوو لار خپله کړې.
– ځيني یې پاچاهي، مال او جنګ ددنياوي موخو لپاره په کار اچوي او ددين هیڅ پروا نه ساتي، دین يې دخپلو خواهشاتو تابع کړی وي، دوی دين سره ترهغه ملګرتیا کوي ترڅو ددوۍ خواهشات خوندي وي؛ خو کله چې ددوۍ خواهشات دخطر سره مخامخ شي نو بیا ددین مخالفت ددوی لپاره ډيره اسانه لار وي، سبحان الله! دوی سره دين څومره سپک دی!! نو دوی دیهودو په څېر دي؛ الله تعالی دیهودو په باره کې داسې وايې: (كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ) ژباړه: خو كله چي كوم پيغمبر هغو ته (یهودو ته) د هغو د نفسي غوښتنو پر خلاف څه شى راوړی دى؛ نو چاته يې ددرواغو نسبتونه كړي او څوك يې وژلي.
– او ځينې يې درباري ملایان دي! دوې داسی دين غواړي چې هغه د امارت، جهاد او مالي قربانۍ څخه مستقل او جدا وي. دارنګه عالمان دنصاراوو په څیر دي، نصاراوو به ویل: “دَعْ مَا لِلهِ لِله ومَا لِقيصر لِقيصر” کوم څه چې دین او کلیسا پورې تړلي هغه کلیسا ته پريږدئ، او کوم چې دپاچا او حکومت پورې تړلي هغوی ته يې پرېږدئ. مانا داچې دوی دین ددولت څخه مستقل شمېري، (اوسنۍ مانا یې داده چې مسجد کې دالله عبادت کوه، او دمسجد څخه بهر بیا دطاغوتي دولت تابع اوسه اوپر کفري او قومي قوانینو يې عمل کوه) چې په اوسنۍ اصطلاح کې ورته سیکلورېزم (بي ديني) وايې. دارنګه درباري ملایان طاغوتي حاکمانو ته یوه اسلامي بڼه ورکوي او حتی شرعي امیران يې بولي، که هغوۍ هرڅومره داسلام مخالف کارونه ترسره کړي؛ بیا هم دهغو پر ضد پاڅون ناروا او حرام بولي. دارنګه درباري ملایانو او پیروانو ته يې که دجهاد اویا دالله دقانون پلي کولو خبره وکړې نو ویښتان به يې دډیرې غصې درته زیږ ودرېږي، او که ددین ددښمنانو یا دهغوۍ دلاسپوڅو دوکې او مکرونه مسلمانانو ته بیان کړې نو اور پرې بل وي، او ځيني وخت دداسې خلکو دځپلو لپاره دګوډاګيانو څخه مدد هم غواړي، نو جوته شوه چې همدا مجرمين دطاغوتي حکومتونو ترڅنګ ولاړ دهغو په خدمت کې شپې ورځې سبا کوي، همدوې ددې دولتونو دبقا اساسي عاملان دي، او دهمدو له امله خو امت دې حالت ته را رسيدلی چې یو پرهر يي پټۍ نه وي چې بل پرهر ورته پیدا وي، الله (جل جلاله) به ترهغه خپل نصرت او کومک راونه لیږي ترڅو دوی دیهودو او نصاراوو دا باطلې لارې پرېنږدي، او پر صحیح دين روان نه شي؛ ځکه دین پوره پلي کول دنصرت او کومک اساسي شرط دی. (ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت اقدامکم)
که موږ د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مبارک سيرت ته ځير شو نو وينو چې ټول ژوند یې ددين په ښودنه او دهمدې دين څخه په دفاع کې تېر کړی؛ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نږدې (۲۸) غزاګانو کې شرکت کړی. او دالله په توفیق دښمن ته يې په هر ډګر کې ماتې ورکړې؛ چې بالآخره يې په حجاز کی يو اسلامي حکومت تأسيس کړ او له هغې وروسته دين مکمل شو. نو څرګنده شوه چې دين له دولت څخه یواځې نه پوره کيږي. بلکې دين اودولت دواړه سره داسې نښتي دي چې دهغو ترمنځ بیلتون يو لوۍ عقيدوي او اجتماعي فساد رامنځ ته کوي.
ددغې فکرې (چې دين له دولت څخه جدا دی) بنسټ ايښودونکي هغه اروپايان وو چې کله يی وليدل چې کليسا پری ډير ظلم او تېری کوي؛ نو دهغې پر ضد يې یو ګډ پاڅون وکړ او له کلیسا څخه يی خلک متنفره کړل؛ تردې چې دغه بیماري اسلامي نړۍ ته نقل شوه او مسلمانان ددغې پلیتي نظريې څخه اغیزمن شول. الله تعالی دې اسلامي امت ددغو ټولو بدبختيو څخه خلاص کړي او یو اسلامي خلافت دې راولي؛ ترڅو يې لاندې هوسا او آرام ژوند تېر کړو او ددښمنانو دپلمو او مکرونو څخه په امان کې شو.
احمد سعيد كاموال
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.