که میړنی یې نو میدان ته راوتل دي
که توریالی یې نن په توره جنګ کټل دي
هر څوک دعوي کړي د غیرت شجاعت
که یې ريښتينی نو غربیان را سملول دي
د تاریخ سپینې پاڼې بیا تازه کول غواړي
نن په سرو وینو بیا زرین تاریخ لیکل دي
د ایوبي توره ځلا کړي د حطین په ډګر
بیا تږې خوله یې په سرو وینو مړول دي
د أقصى لور ته ورتګ غواړي میړني طالبان
بیا یې په منارو سپین بیرغ هم رپول دي
د بخارا سیمي پریشانه او غمجنې ښکاري
بیا یې د پوهې او د علم سرچینې ودانول دي
د قیروان صحرا خفه ده ژړغوني ښکاري
بیا د موسی او د طارق را ویښول دي
اندلس غواړي هازرین او پخوانې دور
بیا د فاتح عبدالرحمن بیدارول دي
د طرابلس د زړه درزا او هغه تیر یادونه
عمر مختار ته یو وار بیا نارې وهل دي
د مجوسي ایران خوله بیا شوه وازه
په عمري ایمان یې دا ځل ماتول دي
د روم لښکرې بیا راغلي دي د جنګ په تکل
دسیف الله خالد ډګر ته راوستل دي
د دجلې نهر څپڅپاند شو او په قهر راغی
هم د فرات لورې ته کفر ځپول دي
د عربي جزیري دا سړه ژړا هم واوره
بیا ترې بچې د مشرکانو زغلول دي
ها د حکمت د صداقت او ایمانونو یمن
نن یو ځل بیا په دین ایمان آبادول دي
پاسه زړګیه ډیر مزل لاترهدفه شته دی
له قرطبې بیا تر کاشغر سفر کول دي
که شوې ستړې او ستومانه له دې لوی سفره
بیا نو د سند او هند ترمنځ دمه کول دي
راشه “شيرزاده” هر یو قوم آزادي واخیستله
ته خبر نه یې بس دا ستا راخبرول دي
لیکوال : أنس شيرزاد
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.