د دې لپاره یوه بله ښه او ښکاره بیلګه دا ده چې په تېرو کلونو کې کله چې حکومت د ټولټاکنو لوبه پیل کړه، په ډېرو سیمو کې یې ښوونځي, مدرسېاو لوی جوماتونه د ټاکنو د مرکزونو په توګه و کارول، تر څو څوک برید پرې ونه کړي، او ولس دا کار سم ونه ګڼلو؛ ځکه جوماتونه، مدرسې او ښوونځي د عبادت او زده کړې ځایونه دي، باید د ګوندي او شخصي موخو لپاره ونه کارول شي، د ټاکنو په کمپاینرانو کې داسې کسان هم وو چې کېدای شي په کال کې یو ځل هم د جومات خوا ته ور ونه ګوري، لمونځ کول خو لېرې خبره ده، او ځينې ځينې داسې هم وو چې آن زېږېدلي او را لوی شوي په امریکا کې وو، کېدای شي د جومات مفهوم سم ونه پېژني، اوس راغلي وو، ځانونه یې نومولي وو، له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې داسې کسان وو, او شته چې د رايې ورکولو لپاره جوماتونو او مدرسو ته د یو څو ډالرو په بدل کې لاړل!
جومات، ښوونځی او مدرسه د هر مسلمان کور دی، هر څوک کولای شي ورشي، مګر داسې نه چې دا پاک ځایونه دامریکايي موخو لپاره وکارول شي.
کیدای شي له ځینو سره دا پوښتنه پیدا شي چې طالبان بولې له کلیو او بانډو نه پر امریکایانو او ملګرو یې بریدونه کوي؟ په دې سره خو هم ولس ته مرګ ژوبله اوړي ؟
دلته یو ټکی ډېر مهم دی، هغه دا چېروانه جګړ ه د ولس او یرغلګروترمنځ جګړه ده، ولس طالبان خپل بچي بولي، اوږه په اوږه په یو سنګر کې د دښمن په وړاندې جنګېږي، طالبانو ته ډوډی ورکوي، ځای ورکوي، د دښمن په اړه معلومات ورته راټولوي، په عامه توګه ټول ولس دغه جګړه د امریکایانو او افغانانو ترمنځ جګړه بولي، او امریکایان هم باوري دي چې د دوی په وړاندې یوازې طالبان نه،بلکې ټول ولس راپورته شوی، او دا نه پټېدونکی حقیقت دی؛ ځکه خو وخت په وخت کله په ودونو ړنده بمباري کوي، کله په جوماتونو او مدرسو، کله په ختمونو او کله په جنازو، او ولس هم په دې ښه پوه شوی چې کفار د دوی د دین او ایمان دښمنان دي.
ولس له همدې امله د طالبانو تر څنګ ولاړ دی، هر رنګه قربانۍ او سرښندنې ته تیار دی، او دا د ځان لپاره ویاړ، بلکې خپلهایماني او وجداني دنده بولي، او ښکاره بیلګه یې دا ده چې هغه کسان چې امریکایانو ته جاسوسي کوي، په ولس کې نشياوسېدای، کله که د چا په کور او کلي کې داسې څوک پیدا شي چې له امریکایانو سره مرسته کوي ټول ښکته پرې ګوري، د ځان لپاره یې لوي پيغور او بې غیرتيبولي، او نور هم پیغور ورکوي، مګر له طالبانو سره مرسته کول ولس خپلویاړ او دنده بولي.
خو کله که ولس په ځینو ځایونو کې له طالبانو وغواړي چې د دوی له نېژدې سیمو نه پر یرغلګروبریدونه ونه کړي، طالبان یې مني.
دریم: کله کله ناسم کارونه ځينې کسانله اسلام او خپلې خاورې سره له ډېرې مینې کوي، احساسات پرې بر لاسي شي،دوی پرته له دې چېپه ژوره او پراخه توګه د یو کار ګټه او تاوان وسنجوي،د خپلې پوهې په رڼا کې او له خپل فکر سره سم لاس په کار کېږي، دوی فکر کوي هغه څه چېکفار یي جوړوي، یا یې کوي ټول باید وران او له منځه یووړل شي، دا ډولخلک دا او دېته ورته کارونه په پټه د شپې لخوا پرته له دې چې له طالبانو سره مشوره وکړي تر سره کوي, هېڅوک نه خبروي، او دا د خپل ځان او خپل رب ترمنځ راز بولي، داسې انګېري چې په همدې به الله جل جلاله دوی ته اجر ورکوي.
د امریکایانو د راتګپه لومړیو شپو ورځو کې په يوه سیمه کې څه لنډغر سره راغونډ شول، داسې بې شرمیو ته يې مخه کړه چې د اتارو په کوتي کې نه وې، د مازدیګر له مخې به د خپل یو ملګري په کور کې سره راغونډ شول، د ماښام د تیارې له خورېدو سره سم به يې له ځینو نورو سیمو نه بې حیا او بې لارې ښځې په موټرو کې راوستې!! دا خبره دومره مشهوره شوه چې د خلکو په خولو کې به ښکته پورته کېده! مګر له ویرې چا څه نشو کولای؛ ځکه لنډغرو د چا پروا نه لرله، که به چا څه ویل, دوی بهسمدستي په یوه او بله توګه ګواښل، او بل د یرغلګرو او ملګرو له خواييد خلکو د نیولو او ځورولو لپاره له طالبانو سره يوازېد اړیکو تور هم بسیا کوله.
له کیسې زه هم خبر شوم، دسیمې ځينو خلکو ته مې ویل چې د دېلنډغرو مخه باید د کلي سپین ږیري او د سیمي مشران ونیسي، سره را غونډ دې شي په ګډه دې دا چټل او چټلۍ له منځه یوسي؛ ځکه که طالبان چې په هغه وخت کې کم وو، او یا ځوانان د دوید مخنیوي لپاره لاس په کارېږي،ستونزه نوره هم لوییږي، له دوی سره وسلې هم وې، دوه وسلوالې ډلې چېسره مخ کېږي، خامخا به مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي، چې بیا کورنۍ او کلیوالي شخړې را ولاړېدې، خو هر چا به ځان اخوا دیخوا کولو، څو څو ځله ما هوډ وکړ چې څه ملګري راسره کړم او ورشو، خو بیا به مې فکر وکړ چې که ورشو، دوی به خامخا د ځان ژغورنې لپاره څه کوي، وسله تیاره ورسره شته، مونږ د دې لپاره ورځو چې د دوی د نارواوو مخه ونیسو، په داسې یو حالت کې به خامخااخ وډب رامنځ ته کېږي،چې پایله به یې مرګ ژوبله وي! او دا چې اوس مسلمان ووژل شي له شرعي پلوه هم سمه نه ده او د کلیوالۍ او سیمې د دود او رواج سره هم اړخ نه لګوي،بلکې لاپسې ستونزې پنځوي، نو به بیرته له خپل هوډ نه په شا شوم.
څه وخت وروسته حالات بدل شول، فاسقان ټول له سیمې وتښتېدل، څوک پولیسو ته ورغلل, څوک په یو خوا او څو ک په بله خوا شول، يو کس راته ویل چې د دېلنډغرو په مرکز یوه ورځ مونږ ورغلو، خو دوی مو څوک ګوتو ته رانغلل، په دېورځ نه وو راغلي، وايي تر اوسه مو چاته په دې هکله نه دي ویلي او نه وایو.
بله پېښه یو نېږدې ملګري داسې راته بیانوله، نه پوهېږم چې اوس به شهید شوی وي او که به لا ژوندی وي،واييزه ستاسو سیمې ته درغلم، تر څو د پلاني مولوي پزه او غوږونه پرې کړم! درې شپې او ورځې مې پهغره کې لار ورته څارله،چې را به شي او ګیر به يې کړم،چاکو مې راسره را اخیستی و، خو را نغی، ده چېرته اورېدلي وو چې دا پلانی مولوي په دېلار ځي او راځي، ما ورته ویل ولې؟ دا څه وايي؟ واييرېښتیا درته وایم،له کور نه په همدې هوډ راووتم او هېڅوک راباندې خبر نه دي، ما ویل نو ولې یې دې پزه او غوږونه پرې کول؟ دا مولويما هم پېژندلو په ماشومتوب کې زما ملګری و او د ده هم ملګری و، وايي ځکه چې له حکومت سریې کار کولو، ما ویل ګوره سړیه!له حکومت سره په کار کولو شریعت دا ډول سزا نه ده ټاکلي! ته کولی شي ورشي نصیحت ورته وکړي، یا يي له کومې بلې لارې له دې کار نه ایسار کړي، مګر دا چې پزه او غوږونه یې پرې کړې دا کار بالکل غلط کاردی، ماويل ښه دي چې سره مخامخ شوي نه یاست، بل وخت چېرته داسې کار ونه کړې!که امریکایی هم وي د غوږونو, پزې او بدن د نورو غړو پرېکول یې ناروا دي، مسلمان خو لا څه کوې! ادامه لري.
عبید الله سلیم
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.