ليكوال: حامد ملاخیل
په ایران کې د ماشومانو دحقوقو مدافع سازمان د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی ته په یوه سرخلاصي لیک کې دهغو خبرونو په اړه چې له مخې یې د طهران په دوه مکتبونو کې شاګردان د جنسی زور زیاتی ښکارشوي خپلې اندیښنې شریکې کړي .
په هغه لیک کې چې د سه شنبې په ورځ دایران د کارګرانو د خبری آژانس (ایلنا) لخوا خپور شو ښاغلي روحاني ته دهغو زیانونو په هکله چې له دغسې غیر طبیعي کړنو څخه په ټولنه کې رامینځ کیږي خبر داري ورکړل شوي ٬ او له نوموړي څخه یې غوښتی ترڅو دمکتبونو د استادانو دسویې د لوړولو او د ناوړه فزیکي کړنو څخه د هغوي د مخنیوی لپاره باید جدي ګامونه واخلي .
په همدې مهال په ایران کې دماشومانو دحقوقو ددفاع ټولنې د ایران دزده کړو د مرستیال وزیر حمید رضا کفاش هغه وینا باندې سختې نیوکې کړیدی په کومه کې چې نوموړي دطهران ددوه مکتبونو په شاګردانو د جنسی زور زیاتي پیښې ساده بللې وې٬ او په پیښه کې د تورن مرستیال مدیر په هکله یې ویلي وو ( هغه هم انسان دي او هر انسان خطا کیږي اګر که هغه پیغمبر هم وی ٬ او لکه څرنګه چې داسې پیښې په غربی هیوادونو کې دورځې پنځه ځله هم تکراریږی پرته لدې چې څوک پرې غوږ هم وګروي ) .
له بلې خوا د (مهر) ایراني خبري آژانس د راپور په اساس د طهران په لویدیځ کې د یو مکتب مرستیال مدیر په تیرجولاي میاشت کې په خپلو شاګردانو د جنسي زور زیاتي په تور نیول شوي وو ٬ او ورپسې بیا ایراني رسنیو له ورته بلې پیښې هم پرده پورته کړه کومه چې په یو بل مکتب کې ترسره شوې وه .
او د تیر جون په لسمه نیټه د ( شهروند ) ورځپاڼې د تعلیم او تربیې ریاست د هغو څیړنو له پایلو پرده پورته کړه چې د طهران په لویدیځ کې یې ترسره کړی وو د کومو له مخې چې ویل شوي وو چې د مکتب مرستیال مدیر د مکتب دیو کس پرځاي له شپږو شاګردانو سره جنسی زور زیاتي کړي وو .
ایراني رسنیو وروسته ترهغې په دې هکله له چوپ پاتې کیدلو څخه ډده وکوله او په اړه راپورونه خپاره کړل چې د شاګردانو خپل او خپلوانو د تعلیم او تربیې ریاست مخې ته را غونډ شول او پدې اړه یې د جدي څیړنو او په پیښو کې ککړو مجرمینو ته د سزا ورکولو غوښتونکي شول ٬ په همدې مهال ددغې ناوړه پیښې د ښکار شوي یوتن شاګرد پلار وویل 🙁 تاسو وګورۍ دغه ظلم او ناروا ته چې زما زوي یې په لړلو جامو کورته را ولیږه پداسې حال کې چې د عزت په نوم ټوله شتمني ورڅخه د مکتب داستاد لخوا لوټل شوې وه او مونږ ددې لپاره مکتب ته استولي وو چې څه زده کړي ) .
دا د ایران په شیعه اسلامی انقلابي جمهوریت کې دتعلیمي مؤسسو دننه حال دي او اوس را ولاړیږی او مونږ ته د زده کړې طریقه را ښیي .
سه شنبه ۱۷چنګاښ ۱۳۹۳
لندن ـ رمضان الساعدي
پښتو ژباړه ـ حامد ملاخیل
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.