لیکوال: محصلین
د کابل حکومت امنیتي استخبارات ادعا کوي چې د طالبانو یو مهم غړی ملا عبد القیوم نورزی د پاکستان په کوېټه ښار کې د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوی.
دوی وايي نوموړی کس د طالبانو له خوا د فراه ولایت نظامي مسول و، د یادونې ده چې نوموړی خبر تر اوسه چا نه دی تایید کړی، او نه تر اوسه په دې اړه طالبانو څه ویلي.
تېره ورځ هم امنیتي استخباراتو ادعا وکړه چې د بدخشان ولایت لپاره یې د طالبانو والي وژلی دی، خو، وروسته طالبانو دا خبر رد کړ، او ویې ویل چې دښمن یې د خپلو عسکرو د مورال لوړولو لپاره دا ډول تبلیغات کوي، دوی ویلي وو چې مولوي فصیح الدین هغه څوک دی چې په دې وروستیو کې یې په حکومت مرګوني ګوزارونه وکړل، کوم څه چې حکومتي ځواکونه یې له سختو ګواښونو سره مخ کړل، اوس ګواکي حکومت غواړي په درواغو د نوموړي د وژل کېدو د خبر په خپرولو سره خپلو عسکرو ته مورال ور کړي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې په پاکستان کې د طالبانو د ځینو لوړ پوړو چارواکو ترور پیل شو، چې تر ټولو مهم یې د جلال الدین حقاني د زوی ډاکتر نصیر الدین حقاني ترور و، له هغه وړاندې په مولوي سید احمد شهید خیل هم مرګونی برید وشو، خو هغه ټپي شو.
په هغه وخت کې ویل کېدل چې دا لوبه په حقیقت کې د امریکې، کابل حکومت او پاکستان په درې اړخیزه مرسته روانه وه، دوی غوښتل په دې توګه په طالبانو فشار راوړي، چې له حکومت سره خبرو ته تیار شي.
داسې خبرونه هم وو چې امریکې طالبانو ته مخکې له مخکې خبر ور کړی وو، چې که تاسو خبرو ته نه کښېنئ بیا به ترور کېږئ، خو له څو ترورونو سره سره طالبان بیا هم حاضر نشول له حکومت سره خبرې وکړي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.