لیکوال: عبید الله سلیم
څوک چې له حقیقت څخه نه وي خبر، ګومان کوي چې دا کارونه طالبان کوي، حال دا چې طالبانو څو ځله دا كار په کلکه رد کړی، او اوس یې هم ردوي، تر دې چې په خپله لایحه کې یې د تعلیم او تربیې په نامه ځانګړی کمیسیون ټاکلی، تر څو د ولس د تعلیم او تربيې چارې پر مخ بوزي، که طالبانو ښوونځي بندولی، اوس به د دوی تر واک لاندې سیمو کې یو ښوونځی هم نه و، دوی چې د سیمې خلکو ته یوازې په خوله ووايي چې ښوونځي بند کړئ! هغوی يې سمدستي بندوي، په داسې حال کې يې سوځولو او ړنګولو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي!
بل د اچې دا دي ټول ولس ګوري چې په ډېرو هغو سیمو کې چې طالبان نېږدې بشپړ واک پرې لري، هلته په سلګونه ښوونځي شته، نه یې څوک سوځوي، نه یې بندوي او نه یې ړنګوي، لکه په لوګر کې، په میدان وردګو کې، په ننګرهار کې، په لغمان کې، په کونړ کې. د پام او غور وړ دا ده چې ښوونځي په هغو سیمو کې سوځول کېږي، چېرته چې خلک یې هم منلی شي، چې دا کار به طالبانو کړی وي!
دوهم: ځینې ښوونځي هغه وخت ورانېږي کله چې طالبان په خپل دښمن برید وکړي! دا نو ولې؟ ځکه امریکایان او ملګري یې په ښوونځيو کې سنګر نیسي، او یا د ښوونځيو ترڅنګ پوستې جوړوي، کله چې مجاهدین د دوی مرکز یا دوی خپله په نښه کوي خامخا به ښوونځي زیانمنېږي؛ ځکه نوموړي ښوونځي اوس ښوونځي نه بلکې د جګړې سنګر دی!
ډېر د افسوس ځای دی چې ځینې خبري رسنۍ ددې پر ځای چې پلټنې وکړي, او خلکو ته سم معلومات وړاندې کړي، یوازې وايي چې طالبانو ښوونځی وران کړ، او دا نه ورسره وایي چې دغه ښوونځی د سنګر په توګه كارول کيدو!!
په هغو لومړیو شپو او ورځو کې کله چې نیواکګر هېواد ته راغلل، او په کابل کې یې شمالي ټلواله واک ته ورسوله، زمونږ په شاوخوا او ځینو نورو سیمو کې ځینې داسې بې بندو باره کسان وو, چې یایي له جمعیت او شورای نظار سره مخکې تړاو درلود او یا له نورو تنظیمونو سره ، په همدې وخت کې دوی هم مست شول، هوډ یې وکړ چې د شاوخوا سیمو طالبان باید وسلې او نور وسایل لکه موټر مونږ ته را وسپاري! د دې تر څنګ یې دا پرېکړه هم کړې وه چې په هغو ځینو مدرسو کې به خپل مرکزونه جوړوي په کومو کې چې طالبانو سبق ویلو، زمونږ په سیمه کې یوه مدرسه ده، د سیمې ځینو کسانو چې مخکې یې یا له حزب اسلامي سره تړاو درلود او یا له جمعیت او شورای نظار سره, پرېکړه کړې وه، چې نوموړې مدرسې ته به ورشو، هغه طالبان چې هلته سبق وايي هغوی به ترې وباسو، او یا دې دوی خپل سبق وايي مونږ به یو څو خونې د ځان لپاره پکې ونیسو!
لنډه دا چې مدرسې ته ورغلي وو، په مدرسه کې واړه چړیان وو، یوازې یو دوه کسه لوی طالبان ورسره وو، په دې لویانو کې یو کس زما ملګری و، هغه ویل: پلانی او پلانی او … مدرسې ته راغلل، او له مونږ یې وغوښتل چې دلته ځای ورکړو، ما ورته وویل چې دا خو نظامي ځای نه دی، دا مدرسه ده، آن د طالبانو په وخت کې دلته چا نظامي کارو بار نه دی کړی، تاسو څنګه اوس راځئ! دلته مرکز جوړوئ؟
دوی ډېر ټينګار کولو، چې مونږ بیا له مولوي صیب سره خبره کوو هغه مونږ ته څه نه وايي، ما ورته ویل هر وخت چې مولوي صیب راغی بیا ورته راشئ! زه دا کار نشم کولای، مولوي صیب که ټوله مدرسه درکوله، هم در به یې کړي، اوس یې ماته سپارلې ده زه دا کار نشم کولی! دوی بیا هم ټینګار کولو، په پای کې مې ورته ویل: تر څو زه په دې مدرسه کې ژوندی یم دا کار نشي کېدای، او که یې په زور کوئ، بیا لومړی ما ووژنئ وروسته چې هر څه کوئ، مخه به مو خلاصه وي! زما په شتون کې دا کار نشئ کولی! کله چې دوی پوه شول چې سړی ټینګ دی، بېرته روان شول.
حکومت له لومړۍ ورځې دا کار پیل کړی، د یادونې ده چې د ځینو امنیتي لاملونو له کبله د ځینو سیمو او اشخاصو نومونه نه اخلم، که نه ټول ټکي په ټکي د درنو لوستونکو مخې ته اېښودلی شم، له ځينو لوستونکو سره به پوښتنه پیدا کېږي چې حکومت ښوونځي او مدرسې ولې د خپلو مرکزونو په توګه کاروي، په دې کې د دوی ګټه او موخه څه ده؟
یوه ګټه یې دا ده چې دوی د نوي مرکز د جوړولو له لګښت نه بېغمه کېږي، که نوی ځای جوړوي، لومړی په هغه باندې لګښت راځي، او دوی یا لګښت نه لري، او یا نه غواړي لګښت وکړي، ځکه د جیب غم کوي؟ او په دې درسته نړۍ خبره ده چې یرغلګر او ملګري يې په اداري فساد کې خپل وروستني پړاو ته رسیدلي دي… بل دا چې د دوی شتون د دوی په ژبه په نا امنو سیمو کې د تل لپاره نه وي، بلکې د څه وخت لپاره وي، کله چې دوی هلته امنیت ټینګ کړي بېرته ځي! له همدې امله که دوی د کم وخت لپاره په هر ځای کې نوي نوي سنګرونه او مرکزونه جوړوي، تر ډېره یې د لګښتونو توان نه لري.
که هسې فرض شي چې امریکایان هر څه ور کوي، او دوی ښې پرېمانه پیسې لري، د نورو لاملونو له امله دوی دې کارته زړه نه ښه کوي، هغه دا چې مدرسې او ښوونځي په عامه توګه له کلیو سره په څنګ یا لږ لېرې واټن کې جوړ شوي وي، که دوی دلته نوی ځای جوړوي د کلي خلک یې نه ورسره مني، ځکه كله چې دوی د کلي په څنګ کې سنګر ونیسي, په حقیقت کې کلی په یو ډول د جګړې ډګر ګرځي، طالبان بریدونه پرې کوي، او له دې سره خلک زیانمېږي.
او که له کلي نه لیري په کوم ځای کې پوسته جوړوي، هلته بیا طالبان دوی په آسانۍ سره په نښه کولی شي؛ له همدې کبله دوی نه غواړي له کلي نه لیري پورستې جوړې کړي، د یادونې ده چې دا خبره د وړو او هغو پوستو په اړه ده چې د څه وخت لپاره یوې سیمې ته ځي، كوم چې غټ او امریکايي بیسونه دي، هغه بیا په یوه پراخه سیمه کې جوړوي اګر چې هغه هم له آبادیو نه ډېر لري نه وي.
ددوی بله موخه دا وي تر څو طالبان په دوی کلي او کلیوالو ته د زیان رسېدو له کبله حملې ونه کړي، ځکه که برید کېږي، خامخا به کلي او كليوالو ته تاوان رسي، نو په ښوونځیو او مدرسو کې سنګرونه جوړول د دوی لپاره د امنیت له کبله هم ګټور تمامېږي.
او تر ټولو مهمه موخه یې دا وي چې که طالبان پر دوی حمله کوي، خامخا د مدرسو او ښوونځیو ودانۍ ورانېږي کوم څه چې د دوی په ګومان د خلکو او طالبانو ترمنځ ستونزې را ولاړوي ،او خپله د دوی لپاره دا د تبیلغاتو او تور لګولو لپاره ښه خام مواد برابروي، ځکه سمدستي به خبري رسنیو ته ووایي چې طالبانو مدرسه یا ښوونځی وران کړ, او رسنۍ هم سمدستي د دوی خبرونه پرته له پلټنې خپروي!
ادامه لري.
عبید الله سلیم
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.