لیکوال : محصلین
نن طالبانو په خپله ویب پاڼه کې د یو خبر په ترڅ کې ویلي چې په غور ولایت کې یې د چهارصدې ولسوالۍ نیولې ده، د خبر له مخې جګړه سهار په شپږ بجې پیل شوې وه چې د ماسپښین په دوه بجو پای ته ورسیده، په نوموړې جګړه کې ۱۰ پولیس وژل شوي، ګڼ شمیر نور ټپیان شوي، او ۶ عرادې رینجر موټر او ګڼې وسلې یې لاس ته ورغلې دي.
طالبان وايي چې ددې جګړې په ترڅ کې زمونږ یو ملګری هم شهید شوی ! بلي غاړې ته د المرکز الافغاني للاعلام عربي پاڼې له قوله د غور ولایت چارواکو منلې ده چې نوموړې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده. دغور د والي ویاند عبد الحی خطیبي ویلي چې ۲۰۰ کسانو په نوموړې ولسوالۍ برید کړی و، او زیاتره طالبان له ګاونډي ولایت فاریاب څخه راغلي دي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.