لیکوال : احمد بشير.
..
نن د مصري پوهنتونونو محصلينو د يو لاريون په ترڅ کې د دغه هیواد د محکمې له خوا د اخوان المسلمين د مشر دکتور محمد بديع په شمول، په 683 کسانو د پرونۍ فيصلې غندنه وکړه.
لاريون کوونکو له ځانو سره ليکل شوي پیغامونه لېږدول چې د اعدامونو پرضد غبرګون څرګندونه یې کوله.
د ازهر په پوهنتون کې د “حركة طلاب ضد الانقلاب” په نوم د کودتا ضد محصلينو يوې ډلې ويندوی محمود الازهري رسنيو ته ويلی دي: وروسته له هغې چې د مصري محکمې لخوا د اعدامونو د حکم پر ضد قهرجن مظاهرچيان ښه په زور پرمخ لاړل، امنيتي ځواکونو د قاهرې په ختيځ کې د نصر په ښار کې د ازهر پوهنتون د هلکانو څانګه خالې کړه.
نوموړي دا هم وویل چې د لاريون کوونکو مصري محصلينو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د تاو تريخوالي رامنځته کېدلو په ترڅ کې په لس ګونو محصلين ټپيان شوي دي.
پوليسو د لاريون د پاشلو په موخه اوښکي بهوونکي ګازي مرمۍ هم وکارولي.
محمود الازهري څرګنده کړه چې د پوليسو اړوند زره پوش لېږدوونکو وسایلو د محصلينو استوګنځای محاصره کړ، ترڅو هغه لاريون کوونکي محصلين تر بريد لاندې راولي، چې په امنيتي ځواکونو باندې يې تيږي ورولې، او د ګاز د لوخړو د مخنيوي لپاره يې د ونو لختو ته اورونه ورکړي وه.
همدارنګه د مصر په جنوب کې د اسيوط په پوهنتون کې هم د یو عسکر او ۹ محصلينو په شمول ټول ټال لس کسان ټپيان شوي دي.
احمد بشير.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.