لیکوال : محبت خان
..
مصر کې د اخوان المسلمين د مشر دکتور محمد بديع په شمول، 683 کسان په اعدام محکوم شول.
په دغو کسانو باندې د مصر په سوېل کې د کب په میاشت کې د پوليسو پر يوې اډې د بريد تور لګول شوی دی.
د محکمې د پرېکړې سره سم، په اعدام باندې د ځينو محکوم شوو بنديانو خپلوان په ژړا شول آن تردې چې د ځينو يې ښځينه خپلوانې بې سده هم شوې.
د يادونې وړ ده، چې له کومې ورځې راهيسې په مصر کې د حافظ محمد مرسي منتخب حکومت د سيکولر عبد الفتاح السيسي په مشرۍ د کودتا په ترڅ کې راوپرځول شو، ورسره سم په اخوان المسلمين ګوند باندې بنديزونه ولګول شول، او په سلګونو مصري اسلامپاله وګړي په بې رحمانه ډول يا ووژل شول او یا د زندان تورو تيارو ته واچول شول او دا وحشيانه لړۍ لا دوام لري، خو د بشري حقوقو مدعيانو يې تراوسه په مخنيوي کې په جدي ډول څه نه دي کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې اسلامپاله مصريان په دومره لوړه کچه په اعدام محکم کېږي، له دې مخکې د مارچ په میاشت کې هم ۵۲۹ کسان په اعدام محکوم شول، چې بيا ورڅخه د ۴۹۲ کسانو حکم لغو شو، او ډېر یې په عمري بند محکم شول.
محبت خان
.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.