لیکوال: سیلاب
..
ډیموکراسی چې له دوهم نړیوال جنګ را پدیخوا یې خورا زیات شهرت پیداکړ او په اکثره هیوادونو کې یې خپلې جرړې غښتلې شوې متأسفانه چې نن ورځ یو شمیر اسلامی هیوادونه هم ورنه متأثره شول او ډیر یې پلوی هم کوی او په خپلو هیوادونو کې یې د ډیموکراسۍ ناوړه نظام پلی کړې هم دی نو غواړم چې د ډیموکراسۍ په اړه یو څه معلومات درسره شریک کړم: ډیموکراسي له دوه یونانی کلیمو څخه اخیستل شوې ده: (ډیموس) خلک او (کراټس) قانون ته وایي نو ډیموکراسی داسې تعریف شوې ده چې د خلکو حکومت په خلکو باندې د خلکو لپاره، او ډیموکراټان پدې نظریه دي چې ځینې خلک د دې لپاره پیدا شوی دي چې د حکومت واګي په لاس کې ولری او حکومت وکړي او ځینې خلک بیا د دې لپاره پیدا شوی دي چې حکومت ورباندې وشي، سربیره پردې اکثریت ته ډیره ترجیح ورکوي که چیرې ډیرئ د خلکو په یوه خبره سره متفق شی نو بیا اقلیت هیڅ په نظر کې نه نیول کیږی اګر که اقلیت د خلکو پر حقه هم وي او که اکثریت د خلکو په دې سره متفق شی چې د الله قانون تر پښو لاندې کیږي نو بیا پدې هم پښې ور ایږدي د الله قانون تر پښو لاندې کوي خو د غرب په لاس جوړ شوی قانون ته ترجیح ورکوی، دا بیله موضوع ده چې ډیموکراسي له اسلام سره څومره همغږې ده پدې خو ټول پوهیږي چې ډیموکراسي د ګراف چپ لوری یعنی منفی لوری روانه ده او د اسلام مبارک دین د ګراف ښی لوری یعنی په مثبت لوری روان دی نو دا چې موضوع ډیره اوږده نشی دا بحث په همدې ځای پریږدم او دا چې موشت نمونه د خروار ده نو غواړم چې د بیلګې په توګه د ډیموکراسۍ یو څو ناخوالې چې خپله ځینو غربی فیلسوفانو او سیاستمدارانو په ګوته کړې دي درسره شریکې کړم هیله ده چې د خوښۍ سبب مو وګرځي:
۱ـ ډیموکراسی هیڅ عملی بڼه نه لری: دا چې خلک د ډیموکراسۍ پر کرغیړن شعار باندې غولیدلی دي چې خلک آزاد دي څه یې چې طبیعت غواړي هغه دې وکړي دا بلکل حقیقت نه لري ځکه چې په ډیموکراسی نظام کې خلکو ته په تیوریکي نظریې سره پوره آزادی ورکړل شوې ده مګر په حقیقت کې هیڅ عملی جنبه نه لري چې تر ټولو غوره بیلګه یې د بیان آزادي ده چې هر څوک کولی شی د بیان په آزادۍ کې پوره ونډه ولری دا به ومنو چې د ډیموکراسی له اصولو څخه یو مهم اصل دی خو که چیرې بیا عملی بڼې ته وګورو نو هیڅکله له حقیقت سره اړخ نه لګوی ځکه چې د بیان په آزادۍ کې په هر چا باندې دا بندیز لګیدلی دی چې د حکومت په ضد به هیڅ قسم فعالیت نه کوی هغه که وینا کولو سره وی او که د قلم په کارولو سره وی او هر چا ته حدود ټاکلی شوی دی چې له هغه څخه به یو قدم هم مخکې نه ځي او که چیرې یې مخالفت وکړ نو بیا به په مختلفو نومونو سره یادول کیږی او ځای به یې زندان وی اګر که د نوموړی مبارزه پر حقه هم وی خو چې د ډیموکراټانو خوښه نه وی هیڅکله داسې آزادی نه لری چې د دوی د خوښې مخالف عمل ترسره کړي، یو بله بیلګه یې خبری رسنۍ دي چې په تیوریکي نظریې سره واضحه خبره ده چې هیڅکله به حق نه پټوي مګر کله چې عملي ډګر ته ژورنالیست را ووځي نوموړی خو په همغه تیوریکي نظریه باندې سمبال شوی وی هغه څه ولس ته وړاندې کوی چې په سترګو یې لیدلی وی نو پداسې حال کې بیا ژورنالیست پر وهلو ډبلو سربیره له دندې هم ګوښه کیږي ځکه چې د ډیموکراسۍ اصول یې تر پښو لاندې کړل ځکه چې ژورنالیستانو ته دا اجازه نشته ده چې څه یی په تیوریانو کې ویلی وی هغه عملی کړي.
۲- د ډیموکراسۍ بینادي اصول ټول غلط دی: دا چې په ډیموکراسی نظام کې انتخابات یو مهم رول لري او هر څوک دا حق لري چې ولسمشرۍ یا ولایتي شورا ته ځان کاندید کړي او هر څوک دا حق لري چې خپله رایه د خپلې خوښې کاندید ته ورکړي پداسې حال کې چې د ټولو رایې سره مساوی دي هغه که نارینه وی که ښځینه وی که لوی عالم وی او که یو امپړ وی که عاقل وی او که لیونئ وی د ټولو رایې یو شان دي پداسې حال کې چې داسې عالمان هم شته دي چې نظر یې له سلو بی تعلیمه کسانو څخه زیات ځای نیسی او خبره یې بلکل په حقه وی نو د داسې عالم رایه له داسې چا سره برابرول چې څوک یې په انسانانو کې هم نه حسابوي یقینا چې دا یو ډیر لوی ظلم دی، بله دا چې یو عاقل انسان چې د الله په نزد مکلف دی له داسې چا سره برابرول چې هغه د الله تعالی په نزد مکلف هم نه دی یعنی لیونئ دی نو لیونئ به څه وکړی چې دوی یې بیا رایې ته سترګې نیولې وي.
۳ـ مساوات: د ډیموکراسۍ مهم اصل چې اکثره نارینه او ښځینه دواړه ورباندې غولیدلی دي مساوات دي، ډیموکراټان مساوات دې ته وایې چې په یوه مجتمعه کې نر او ښځه باید یو شان حقوق ولري کومې دندې چې نارینه ترسره کوي هغه باید ښځې هم ترسره کړي او په تعلیمي ډګر کې هم باید دواړه سره مساوی وي که نارینه له کور نه بهر د یوې مړۍ ډوډی لاسته راوړلو لپاره کار کوي نو ښځه هم دا حق لري چې له کور څخه بهر کار وکړي، که چیرې مساواتو ته لږ ځیر شو نو څرګنده به شی چې دا اصل یې هم بلکل حقیقت نه لري دوی وایي چې نارینه او ښځه باید سره مساوی وي، دا چې الله تعالی د نارینه ؤ مسؤولیتونه له ښځو څه کروړلي کړي دي او طبعا چې د نارینه مسؤولیت له ښځینه څخه دروند او زیات دی نو پدې اساس هیڅکله ښځه له نر سره برابره نه ده ځکه چې د ښځې خلقت الله تعالی نازک پیداکړی دی او د نارینه خلقت یې کروړلی پیداکړی دی نارینه چې کومې دندې ترسره کوي هغه ښځینه په هیڅ صورت سره نشی ترسره کولی او همدارنګه ښځینه چې کوې دندې ترسره کوي هغه بیا نارینه نشی ترسره کولی، غربیان چې هر وخت د مساواتو ډنډوره غږوي او ماډرن ډیموکراټان یې ډیر په خوند ورسره بدرګه کوي ٪۱۰۰ د مساواتو په راوستلو کې پاتې راغلي دي دوی پدې نظر سره دي چې ښځه او نر باید سره مساوی وی نو که چیرې د غرب تاریخ ته وګورو هیڅوک به دا ثابته نه کړي چې په غرب کې د ښځو ته په ولسمشرۍ کې ونډه ورکړل شوې وي اقلا یوه ښځه هم نه لیدل کیږی چې د ولسمشرې په حیث یې دنده ترسره کړې وي، نو غربیان بیا ولې دا نارې وهي چې مونږ مساوات غواړو؟! غربیان صرف په هغو کارونو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکوي چې مجتمع ورباندې فاسده کړي او څرنګه وکولی شی چې د اسلام مبارک دین ته صدمه ورسوي، دا چې په افغانستان کې د ښځو حقوق ډیر څیړل کیږي او هر وخت دا لوبه ګرمه وی چې د ښځو حقوقو ته ګواښونه کیږي اصل کې د دوی مطلب د ښځو د حقوقو آزادی نه ده بلکې د ښځو عزت لوټلو ته د رسیدو لپاره ازادی ده چې څرنګه وکولی شی د افغان ولس باعزته میندې او خویندې بې عفته کړي، ډیرې داسې پيښې شوې دي چې د غربیانو او د دوی په دسترخوان را لوی شویو ډیموکراټانو له لاسه په کلیو او بانډو کې پر زرګونو پتمنو ښځو باندې ظلم او زیاتئ شوی دی حتې تر دې پورې چې جنسی تیري هم ورباندې شوی دي او په سرنوشت باندې یې هر قسم لوبې کړې دی خو متأسفانه چې یوه ورځ هم چا دا خبره مطرح نه کړه چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې شول.
۴ـ ډیموکراسی نظام په جنګ او اضطراری حالت کې کمزوری دی: دا چې په ډیموکراسی نظام کې د تیوریانو په اساس رایو ته ډیر اعتبار ورکول کیږی او په هر کار کې د خلکو څخه پوښتنې کیږی بیا یو کار ترسره کوي دا بلکل کمزوری دی ځکه چې اضطراری حالت کله رامنځته شی نو باید په اړه یې ډیر ژر ګړندي قدمونه اوچت شی خاصتا د جنګ په وخت کې مګر ډیموکراټان بیا پدې نظریې سره دي چې باید مشوره وشی او بیا یو کار ترسره شی چې دا کار د هیواد په ضرر دی کله چې یو دښمن په تا باندې حمله وکړي او ته ورته ناست وی او خپلو کسانو سره مشورې کوې ترڅو چې ته خپله پالیسی جوړوې او بیا خپل دښمن ته عملی غبرګون څرګندوې ستا هیواد به یې ختم کړی وی او هر څه به دې له لاسه وتلی وي، نو تر ټول ښه خبره دا ده چې د ډیموکراسی نظام جرړې له بیخه وایستل شی او یو سپیڅلی اسلامی نظام د ځمکې پرمخ قائم شی ترڅو چې خلک په ارامه فضاء کې ژوند ترسره کړي.
سیلاب
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.