لیکوال : عبد المالک.
..
د ولسوالۍ په انګړ ملکان راټول شوي وه ترڅو د ولايت څخه ولسوالۍ ته په غزيدلي سرک چې د مودو راهيسې ډير خراب وه او تګ راتګ هم پرې ډېر ستونزمن شوی وه، مشورې يې وکړې چې د سرک د جوړېدو څه چاره ده؟ بحث د ملک صیب شهزاده په خبرو پیل شو نوموړي وويل، ورونو زما نظر او مشوره داده چې په خپله به دسرک يوه چاره وکړو د کور په سر به ۲۰۰۰افغانۍ را ټولې کړو او لږ جغل مغل به پرې واچوو ځکه چې دولت مو اوس ورځ په ورځ غریبيږي او هغه داسې چې خارجي دوستانو پرې مرستې درولي دي خپله خو هسې هم ځه نه لري يوازې همدومره پيسې لري چې د چارواکو د مېلو او چړچو بس شي، ملک سېدولي پرې د لرې نه ورغږ کړ: نه ملک صېب د کليو خلک ډیر بېچاره دي ۲۰۰۰ افغانۍ نه شي ورکولی دولت ته عريضه کوو چې هر څنګه کيږي مونږ ته به سرک قير کوي .
د ملک شاباز په ګډون څو تنو نورو ملکانو هم د ملک سيدولي خبرې تائيد کړې خو د بر کلي ملک عبدالرحيم کاکا وويل: نه ورونو ملک صیب شهزاده خان ډېرې ښې خبرې وکړې هسې بېځایه به ځانونه نه تکليفوو تر ولايته او وزارته مو منډې ترړې بې ځايه دی د دولت پېسې خو لا دچارواکو په مېلو لګيږي او يا يي ځامن په لوکسو موټرونو، بدماشۍ او خپلو ښځينه ملګرو مصرفوي، نو د دې ماملې نه به تېرشو.
بحثونه ډیر اوږده شول بالاخره د ملک سېد ولي طرفداران زيات شول ټولو په ګډه عريضه وليکله څو تنه ملکان کابل ته ولاړل او په ډېرو مشکلاتو او واسطويي ځانونه د فوائد عامې تر وزيره ور ورسول، عريضه يي ورته مخې ته کېښوده ملک سېدولي چې ډېر نشه سړې وه په خبرو يي پېل وکړ.
ملک سېدولي: وزيرصیب تاته په را رسېدو خو سټ شو مونږ دا دسرک په باره کې ډیر مشکلات لرو ډیر په تکليف يو ورسره مریضان په وخت د ولايت تر شفاخانې نه شو رسولی که سرک مو را قير کړې ډېره مهرباني به دې وي.
وزير صیب: ملک صیبانو ستړي مه شۍ! مونږ خو اول دومره پیسې نه لرو چې ستاسې سرک قير کړو ځکه خارجي دوستان مو را څخه روان دي مونږ يوازې پرېږدي پیسې او مرستې يې را باندې درولي دي، خو پيسې هم په هر صورت نن سبا د کاريګرو او انجنيرانو امنيت نيول ډیر مشکل دی ځکه سړي تښتوونکي بيخي زیات شوي دي.
ملک شاباز: وزير صیب امنيت به د داخلې وزارت پوليس نيسي کنه د څه د پاره تنخوا اخلي.
وزير صیب: ملک صیب وزارت داخله خو زمونږ امنيت نه شي نيولی تاسې ونه ليدل چې څو ورځې دمخه يي په همدې کابل ښار زما مرستيال وتښتاوه اړو تقريباً يوه نيمه اوونۍ ورک وه که تاسې د کاريګرو د امنيت ضمانت کوئ نو يوه چاره به وکړو.
ملک سېد ولي: وزير صیب چې حکومت نه شئ کولی نو پرې يي ږدۍ حکومت ته يي او امنيت دې زه وساتم، ستاسې د اربکيانو دلاسه مونږ ځان نه شو ساتلی تا به څه وساتو تير دې د دې سرک نه د خداې په امان.
عبد المالک.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.