لیکوال : احمد
..
د افغانستان د جوزجان والي له بي بي سي سره خبرو ويلي چې سېلاوونو په دغه ولايت کې ۴۶ کسان وژلي دي.
چارواکي وايي دغه سيلاوونه په درزاب، قوش تپه او خواجه دوکو ولسواليو کې د اورښتونو له امله راوتلي دي
بل خوا د بادغيس ولايت چارواکي وايي په قلعه نو کې راوتلو سيلاوونو اته کسه وژلي دي.
د جوزجان امنيه قومندان فقير خان جوزجاني بي بي سي ته وويل د ۲۸ کسانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي چې ښځې، نارينه او ماشومان په کې شامل دي.
چارواکي ويره ښيي چې ښايي د وژل شويو کسانو شمېره لوړه وخيژي، ځکه په خبره يې دوی ته د لسګونه کسانو د وژل کېدو او ژوبلېدو راپورونه ور رسېدلي دي.
.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.