لیکوال : قاري سعيد
دیموکراسي که ، یوه ناروغي ده نوښه بیا داده ، چې انساني ده که حیواني شي ، نوپاچاهي مو یا دمنګس ده ، یا دمیږي ده
په کُل جهان کې ، که الیکشن شي چې مشر مرد شي ، او که دې زن شي په لومړي وار به ، یې ښځې یوسي او بریالۍ به په څلور رَن شي
که په ځنګله کې ، انتخابات وای شاه به شغال وای ، زمری به مات وای ټول ګیدړان به ، یې وزیران وای پرتم به نه وای ، غدر به زیات وای
که شان دبوټو ، په اکثریت وای ګلاب به خدایزده ، په کوم حالت وای پاچا به ځوځ وای ، او یا سوندریږی ریحان به ورک او ، هېر اقلیت وای
که په دریاب کې ، لحاظ دشمېر وای زیرک دولفین به ، دټولو هېر وای په شمشتیو، او مارماهیانو به مو نظر او ، پام راچاپېر وای
نرخ دموادو ، که په کمیت وای نه به طلا وای ، نه بې شهرت وای له خاورو ډکې ، به خزانې وای ګېڼې د خټو ، به مو زینت وای
دیموکراسیه ! بنیاد دې خام دی په تا کې کیف چې ، د کم غلام دی عقل دې ناخلي ، درنه بېزار شو که څوک مني دې ، ورته سلام دی قاري سعيد
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.