لیکوال: جمال الدين
د مصر المنیا جنايي جرمونو محکمې د اخوان المسلمین ګوند د ۵۲۹ غړو دوسیې مفتي ته حواله کړې دي.
مفتي ته د تورنو د دوسیو استول په مصري قانون کې د اعدام په مانا دي.
پر دغو کسانو د یوه افسر د وژلو او د پولیسو د وسلو ترلاسه کولو تورونه لګېدلي.
همداشان دوی تورن شوي، چې ګني عامه او خاص ملکیتونه یې سېځلي دي.
په دغو تورنو کې د المنیا ځینې سیمه ییز مخکني چارواکي او د ولسي جرګې او د اخوان المسلمین ګوند ځینې غړي هم دي.
د نیول شویو له ډلې پر ځینو تورنو تور دی، چې پر کلیساوو او موزیم یې بریدونه کړي او زیاتره لرغوني اثار یې لوټ کړي دي.
د هغو تورنو خپلوانو اعتراض کړی، چې خپلوان یې په اعدام محکوم شوي.
د محکمې پلاوي ته به ۱۷۰ تورن حاضر شي، خو نور تورن تري تم شوي دي.
تورنو ته د استیناف حق ورکړل شوی دی.
دغه کسان د پخواني منتخب ولسمشر حافظ محمد مرسي د هغو ۱۲۰۰ کسانو له ډلې دي چې مصر کې یې محاکمه دوام لري.
په تېر جولای میاشت کې د حافظ دکتور محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته، مصري چارواکو له اخوان المسلمین ګوند او ملاتړو سره خپل چلند سخت کړ.
د دغې اسلامپالې ډلې زرګونه کسان ونیول شول او سلګونه نور پولیسو په شهادت رسولي دي.
جمال الدين
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.