ليکوال: خالد اسلام جار.
څو ورځې وړاندې په کندهار کې چې کله د طالبانو لخوا د اتمې حوزې آمر جاجو ووژل شو او د پيښې سيمې ته خبريالان ورغلل، نو د پوليسو او د ميرويس روغتون نوکريوالانو لخوا له بد چلند او سپکو سپورو سره مخ شول، پوليسو د خپلو ټوپکو شپېلۍ د خبريالانو پرلورې ورواړولې او هم يې په مرګ ووګواښل.
خبریالانو سره د دغه بد چلند په غبرګون کې پرون په کندهار کې خبريالانو د يوي غونډي پر مهال د کندهار د ولايتي اداري سره پريکون اعلان کړ. کندهار پريس کلب په ډاګه کړې چې تر هغه به د ولايتې ادارې لاسته راوړنې او مثبت خبرونه نه خپروي ترڅو چې له خبريالانو بخښنه نه وي غوښتل شوي، او له کلکې ژمنې سره د دا ډول پېښو د نه تکرارېدلو ډاډ نه وي راکړل شوی .
د یادونې وړ ده چې د یادې پښې وروسته د افغانستان با احساسه محصلينو هم په یوه اعلاميه کې خبریالانو سره بد چلند په کله وغانده، او له مسؤولو چارواکو يې په کلکه غوښتنه وکړه, چې خبريالان د خپلې رسنيزې دندې ترسره کولو ته پرېږدي، که مرسته نه ور سره کوي، کم ترکمه له وهلو او رټلو خو یې دې لاس په سر شي! او هغوی چې دا ډول غیر اخلاقي کړنې تر سره کوي، د خپل عمل په سزا ورسوي.
خالد اسلام جار.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.