ليکوال: نجم الدين فائز
نېږدې دوه اونۍ وړاندې په شمالي کوریا کې یوه لویه ودانۍ راغورځېدلې ده، ویل کېږي چې په نوموړې ودانۍ کې چې ۲۳ پوړه یې درلودل، شاوخوا له ۹۰ تر ۱۰۰ کورنۍ اوسېدلې؛ ځکه خو ګومان کېږي چې ډېر کسان به مړه شوي وي.
دا خبر لومړی د جنوبي کوریا له خوا خپور شو، ځکه چې د شمالي کوریا مشر لوی دیکتاتور دی، د خپل هېواد رسنۍ یې داسې کنترول کړې دي، چې د حکومت د پالیسۍ خلاف هېڅ نشي خپرولی، نوموړی د نړۍ په کچه د عمر له مخې تر ټولو کوچنی ولسمشر دی، د ۱۹۸۳م په وروستیو او د ۱۹۸۴ م په لومړیو کې زیږېدلی دی، کله چې د ۲۰۱۱م دیسمبر په ۱۹ د نوموړي د پلار د وفات اعلان وشو، پر ځای یې زوی کیم جونګ اون راغی.
نوموړی د وحشت تر ټولو لوړې څوکې ته ختلی، نېږدې پنځه میاشتې وړاندې یې د خپلې عمه خاوند په خورا وحشت مړ کړ! ځکه چې د ده د را پرځولو هڅې یې کولې، یانګ سونګ تایک له څلورو نورو ملګرو سره یې د کیم جونګ اون په امر ونیول شو، د اعدام پرېکړه پرې وشوه! د رسینو له خولې، ۱۲۰ سپې د ۳ ورځو لپاره ښه وږي کړای شول! دا پنځه کسان په یوه لوس کپس کې لاس تړلي او لپ لغړ واچول شول! بیا ۱۲۰ وږي ور خوشي کړی شول! په څو ساعتونو کې له هډوکو پرته په کپس کې نور څه پاتې نشول!!!
په دې وحشي ډول وژلو ټوله نړۍ پټه خوله شوه! هېچا څه ونه ویل! سړی نه پوهېږي چې د بشر حقوق یوازې په افغانستان کې باید مراعات شي! او که په نورو ځایونو کې هم! له همدې نه معلومېږي چې د بشر د حقوقو نارې یوازې او یوازې د سیاسي موخو او شخصي ګټو لپاره وهل کېږي او بس!
د رسنیو له مخې کله چې اوس په دې لنډ وخت کې ۲۳ پوړيزه ودانۍ را ولویده، ویل کېږي چې په مړو شوو کسانو کې پوځي کسان هم شامل دي، له همدې وجې اوس اوس کیم جونګ اون پرېکړه کړې، چې هغه څلور انجینران دې ووژل شي، کومو چې ددغه ودانۍ نقشه جوړه کړې وه! تر څو په راتلونکي کې بل څوک دا ډول سستې ودانۍ جوړې نه کړي! تر اوسه په دې اړه، د هېچا غږ نه دی پورته شوی، چې ولې بې محاکمې انسانان اعدامېږي!
نجم الدين فائز
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.