تېره شپه چې کله د امریکا ولسمشر اوباما په ناڅاپي ډول افغانستان ته سفر وکړ، په بګرام کې يې میشتو امریکایی سرتېرو ته د وينا په ترڅ کې هيله څرګنده کړه، چې د راتلونکي افغان ولسمشر لخوا به امنيتي تړون لاسلیک شي او دوی به ورسره ملاتړ ته دوام ورکړي.
همدا اوس څو شېبې وړاندې د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد، بګرام کې د اوباما د وروستيو څرګندونو په اړه خپل غبرګون راواستاه، چې مونږ يې کټ مټ د ګرانو لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې ډول خپروو (اداره).
د اوباما د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت دویاند غبرګون
تیره شپه د یرغلګر هېواد امریکا مشر بارک اوباما په یوه پټ سفر د افغانستان بګرام ته راغی او دلته يې له خپلویرغلګرو عسکرو او نظامیانو سره ولیدل .
اوباما په خپلو خبروکې ځینې داسې ټکي استعمال کړل،چې په دې هیواد کې د امریکایي پوځي حضور د اوږدیدو پیغام یي درلود، نوموړي وویل چې د روان میلادي کال ترپایه به خپل جګړه ییز ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو دامنیتي تړون له امضاء وروسته به په افغانستان کې خپل حضور وساتي.
زموږ په باور دا ډیره د تحیر وړ ده چې له ۱۲کلنې عبرتناکي جګړې او درنو مالي او ځاني تلفاتو وروسته لا هم د سپیني ماڼۍ واکداران د حقایقو په درک نه دي توانیدلي او لا هم په افغانستان کې د اشغال په تمدید سره د هغې جګړې اوږدولو ته زمینه برابروي چې دامریکایي اولس مطلق اکثریت ورسره مخالفت لري.
بارک اوباما باید په دې پوه وي چې په خپلواکۍ مین افغانان کله هم په دې نه شي غولولی چې د یرغل د عنوان په بدلون سره یي له جهادي مسیر څخه په بله کړي، زموږ په باور ترڅو چې په افغانستان کې بهرني یرغلګرپوځیان شتون ولري هغه که تر هر عنوان او مقرراتو لاندې وي په وړاندې یي جهاد فرض عین دی او افغان مؤمن اولس یي په وړاندې د شړلوایماني او وجداني مکلفيت لري.
بارک اوباما چې په بګرام کې د خبرو په مهال د خپلو پوځیانو لاسته راوړنې وستایلې،د داسې ناموجهو اظهاراتو په ځای یي باید په خپلې ماتې اعتراف کړی وای، ځکه په دې هرڅوک پوهیږي چې امریکا د افغانستان جګړه پخپله اراده او اختیار پای ته نه رسوي، بلکې د افغان مسلمان ملت قرباني او سرښندنې دي چې اوبامايې دې ته اړ کړ څو نور له میدانه د تيښتې لار ونیسي او بې له کومې لاسته راوړنې خپل یرغلګر پوځونه له افغانستان څخه وباسي.
زموږ په باور افغانستان ته د بارک اوباما پټ اود تیارې سفر ددې تر ټولو ښه دلیل دی چې په دې هیواد کې امریکایي پوځیانو شکست خوړلی، دلته د کومي سیمې په ډاډمن اشغال نه دي توانیدلي نو ځکه یي مشران دمعمول خلاف په نا اعلان شویو غلچکي سفرونو راځي.
اوباما چې په افغانستان کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو یادونه کوي نه پوهیږو دده مطلب کوم پرمختګونه دي ، زموږ په باور دیوه خپلواک هیواد اشغال ، د قانوني حکومت نړول،د ټوپک په زور د غربي سیاسي، پوځي او کلتوري برنامو تطبیق، دلسګونو زرو بي ګناه انسانانو قتل عام اوبمبارول، د یوه متحد ملت د ځوان نسل د ګمراهۍ او نفاق هڅې، د نشه یي توکو، اخلاقي او اداري فساد، د ځمکو غصب، اجتماعي بي بندوبارۍ ترویج او د نړۍ په مخ په ترټولو سرلوړي هیواد او اولس باندې د لومړۍ درجه فاسدو ګوډاګیانو تپل او داسې نورې له امریکایي یرغله رازیږیدلې ناخوالې ددې وړ نه دي چې د پرمختګ او لاسته راوړنو په حیث ترې یادونه وشي.
په کار خودا وه چې دامریکایي پوځیانو دتیښتې په دې شیبو کې بارک اوباما د امریکایي سیاستوالو په استازیتوب له افغان اولس څخه د هغو نارواوو او مظالمو بښنه غوښتي وای چې له تیرو دولس نیمو کلونو راهیسې د امریکایانو تر مشرۍ لاندې په دې ولس روان دي .
د اوباما دانګیرنو خلاف باید ووایو چي افغانستان پخوا هم دچا لپاره تهدید نه وو او نه دی، له دې نه هیسته به هم دچا لپاره تهدید نه وي، نو داخبره بالکل ناسمه ده چې د امریکا امنیت دې له افغانستان څخه ګواښل شوي وي، بلکې برعکس اوس په ټوله اسلامي نړۍ کې امریکایي ضد مفکوره په پیاوړي کیدو ده او عام مسلمانان له امریکایي نیواکګرې پالیسې څخه سخته کرکه لري .
د اوباما لخوا د کابل ادارې سره د تړون موضوع یادول بیا هم د امریکايي مشر په ذهنیت کې د اشغال د غزولو خوب ده چې افغانان به يې په هیڅ معنی ريښتیا کیدو ته پرې نږدي او لکه تیر ۱۲کاله د هر ډول امریکایي حضور په وړاندې به خپله مبارزه جاري وساتي چې په هغه صورت کې به طبعا جګړه پای ته نه وي رسیدلې.
په پای کې باید ووایو چې له دوولس کلنو تجربو وروسته نور ددې وخت رارسیدلی چې امریکایي سیاستوال د افغانستان د قضیي په وړاندې واقع بین واوسي ، دمطبوعاتي لاپو او د بریا دپوچو ادعاوو په ځای دي، په رښتیني توګه د جګړې په پای ته رسولو غور وکړي، خپل ټول پوځیان دي له افغانستانه وباسي او افغان اولس دي پریږدي چې خپل له جګړې ورپیښ زخمونه تداوي کړي .
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۷/۲۷هـ ق
۱۳۹۳/۳/۵هـ ش ـــ 2014/5/26م
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.