ليکوال: نجم الدين فائز
يو بورمايي وړوکي ماشوم په بشپړ ډول قرآن کریم یاد دی، او دا مخکې له دې چې د ښوونځي د لومړي ټولګې جوګه وګرځي. چې دا یو حیرانوونکی کار دی، نوموړی په مکه مکرمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسي.
مصعب صدیق امیر حمزه د خپلې مشرې خور په څېر په وړکتوب کې قرآن کریم یاد کړی، او دا د دوی د پلار د ښې پاملرنې او پالنې له امله، ځکه پلار یې په خپلو اولادونو کې د یادولو په وړتیا یوه شوی و، له همدې امله یې دواړه دې ته هڅولي چې قرآن کریم په بشپړه توګه یاد کړي.
په مکه مکرمه کې د سعدیه ښوونځي مدیر ضیف الله بن عبد الله الحربي، نوموړی ماشوم او د هغه پلار ښه نازولي، او دا وروسته له هغه چې د ماشوم له هېښوونکې وړتیا نه خبر شو، نوموړی هغه وخت هېښ پاته شو چې کله پوه شو، چې د ښوونځي په لومړي ټولګي کې یې داسې یو ماشوم شته چې قرآن کریم یې ټول یاد کړی!
دښوونځي مدیر خورا خوښ و، او ویل یې: ( دا زمونږ د ښوونځي نیکبختي ده چې د مصعب په څېر ماشوم درس پکې وايي، او زه ویاړم چې دنوموړي پالونکی یم )
دې پېښې په سعودي کې د هستوګنو برمایانو په منځ کې لویه خوشحالي زیږولې ده، تر دې چې د برمایانو مشر ابو الشمع بن عبد المجید، په خپل دفتر کې یوه غونډه جوړه کړه، چې ماشوم د ښوونځي مدیر او د برمایانو مشران یې ورته را بللي وو، چې په ترڅ کې یې د ښوونځي مدیر ته یو میډال ور کړ، ځکه چې ماشوم یې هڅولی او نازولی دی، همدا رنګه ماشوم، خور او پلار ته یې هم نغدې جایزې ور کړل شوې.
نجم الدين فائز
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.