لیکوال: نجم الدین فائز
د رويټرز د خبر پر بنسټ، په قطر کې هستوګن دیني عالم شیخ یوسف قرضاوي د یکشنبې په ورځ مصریان له ټاکنو سره پرېکون ته را وبلل، او سیسي ته یې د رایې نه ورکولو وویل، نوموړي وویل چې سیسي له الله جل جلاله نه سرغړونه کړې.
قرضاوي چې په مصر کې زیږېدلی، له اخوان المسلمین سره تودې او پخې اړیکې لري، د الجزیرې تلویزیون له لارې د نوموړي دیني پروګرامونه په ملیونونو خلک ګوري، نوموړی د مصر په حکومت چې د پوځ له ملاتړ نه برخمن دی په نیوکو عادی شوی، او سیسي یې په خیانت تورن کړ، ځکه چې تېر کال یې د ولسي پراخه لاریونونو په ترڅ کې ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي له دندې ګوښه کړ.
له اخوان المسلمین نه د قرضاوي ملاتړ په دې وروستیو کې د قطر او نورو خلیجو هېوادونو تر منځ بې ساري جنجال را پورته کړ، نور خلیجي هېوادونه اخوان المسلمین د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي، او د مرسي د ګوښه کېدو ملاتړ کوي.
قرضاوي په یو بیان کې چې د ایمیل له لارې یې لېږلی وايي: ( اې د مصر ولسه! په پلازمیېنو، ولایتونو، ښارونو او کلیو کې… کښېنه په خپل کور کې کېښنه! په ځان لویه ګناه مه باروه! ) او زیاته کړې یې ده: ( تاسو ته دا روا نه ده چې هغه څوک وټاکئ چې له الله جل جلاله نه یې سرغړونه کړې، امانت یې خیانت کړی، قانوني ولسمشر یې له دندې ګوښه کړی! په قسم کې حانث شوی! اساسي قانون یې ځنډولی! د قانون مخالفت یې کړی! هغه څه یې غوڅ کړي چې الله یې د پیوسته کولو امر کړی! او په ځمکه کې یې فساد کړی!
انګیرل کېږي چې سیسي به په ولسمشریزوټاکنو کې چې د می په ۲۶ او ۲۷ تر سره کېږي بریالی کېږي، په دې ډګر کې د نوموړي یوازینی سیال چپی حمدین صباحي دی، چې د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې یې دریم ځای ګټلی و.
د مرسي د ګوښه کېدو راهیسي چارواکي د اخوان المسلمین ګوند پر ضد پرېکنده حملې ترسره کوي، او نوموړی ګوند او خواخوږي یې د تاوتریخوالي او ګډوډیو په رامنځ ته کولو تورنوي. په دې ترڅ کې داخوان المسلمین ډېر شمېر کسان ووژل شول، او ډېر یې د امنیتي ځواکونو په حملو کې ونیول شول!
اخوا ن المسلمین ګوند بیا سیسي په کودتاه، او د مرسي د ګوښه کېدو لپاره په پلان جوړولو تورنوي.
قرضاوي وایي: ( د امت مسولیت دا دی چې د ظالمانو مقابله وکړي، لاسونه یې ونیسي! ژبې یې ګونګۍ کړي، که دا نشي کولی، کم تر کمه دا پرې خو پرې فرض ده چې په باطل کې مرسته ور سره ونه کړي. په ټاکنو کې ګډون ردوم… په ظلم کې د ګډون لپاره مه ځه! پرېږده چې یوازې د خپلو ظلمونو بارونه په خپله یوسي.. د هغه سړي د ټاکلو په جرم کې ګډون مه کوه چې، اسرائیل او د امت نور دښمنان یې په راتلو خوښېږي )
خلیجي هېوادونه په دوحه کې نه د قرضاوي میلمه پالنه مني؛ او نه د الجزیرې تلویزیون په هنداره د هغه راڅرګندېدل؛ ځکه چې نوموړی په سعودي او اماراتي چارواکو نیوکې کوي.
سعودي، امارات او بحرین قطر ته د اخوان المسلمین د ملاتړ له امله سخت په غوسه دي، له همدې کبله درې واړو هېوادونو په تېر مارچ کې له قطر نه خپل سفیران ور وغوښتل، او دوحه یې د هغه تړون په ماتولو تورنه کړه چې د خلیجي هېوادونو تر منځ شوی، چې یو د بل په چارو کې به لاسوهنه نه کوي، خو قطر بیا دا تورونه ردوي.
له همغه وخت راهيسې قرضاوي د جمعې ورځې خطبه نه وايي، خو دې کار نوموړی له دې څخه نه دی ایسار کړی چې په خپلو بیانونو او ګڼو نورو کنفرانسونو کې د مصر په چارواکو نیوکې وکړي.
نجم الدین فائز
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.