د طالبانو د حکومت له راپرځولو څخه وروسته د هیواد په بېلا بېلو سيمو کې د ناامنيو او ناکراريو په لړۍ کې د نامعلومو غلو او لوټمارانو لخوا خلکو څخه د پيسو اخستلو او زورولو خبرونه وخت ناوخت ورکول کېږي، خو په دې وروستیو کې دا ډول پيښې په کندهار ولایت کې زياتې رامنځته شوې دي.
څرنګه چې دغه ډول غله او لوټماران خلکو ته د طالبانو په نوم ګواښونه ورکوي، او پيسې ترې اخلي، نو په کندهار کې د طالبانو د چریکي عملیاتو عمومي قومندان (سپین طالب) په لاسليک او ټاپې سره یو پیغام خپور شوی دی، چې د مبایل څو شمېرې يې هم پکې ليکلی دی، او خلکو څخه يې غوښتې دي چې د دا ډول پېښو سره د مخامخ کېدلو پرمهال باید ورسره اړيکي ونيسي او د دغه شمېرې پرته نورې شمېرې دوی ته منسوب نه کړی شي.
د بااحساسه محصلينو ویب پاڼې ته د طالبانو دغه خپور شوی سند رارسېدلی، غواړو چې کټ مټ يې د ګرانو لوستونکو د لا زياتو معلوماتو لپاره خپور کړو . چې په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحيم.
د کندهار ښار درنو اوسېدونکو! تاسو پوهیږی چي د اسلامي امارت له سپېڅلي جهاد او مبارزې څخه لوی اهداف له خپل وطن څخه د صلیبي اشغالګرو شړل، د خلکو د مال، ناموس او عزت ساتنه او په ګران هيواد کي د اسلامي نظام حاکمیت دی چي پدې لاره کي یې زیاتي قربانۍ هم ورکړیدي او ان شاء الله دا لړۍ به تر هغو روانه وي ترڅو دغه سپېڅلي اهداف ترلاسه کړو، د سپېڅلي جهادي مبارزې په بهیر کې یو شمېر بې وجدانه او ضمیر پلورونکي اشخاص هم سته چي د مجاهدینو له نامه څخه په ناوړه استفادې زموږ مظلوم اولس ته ازار او اذیت ورکوي او په مختلفو بهانو خلکو ته په ګواښونو او اخطارونه ورکولو سره له هغوی پیسې غواړي او یا نوري غوښتني ور څخه کوي.
د کندهار متدین اوسېدونکي دي خبر وي چي د اخطار ورکولو، را غوښتلو او یا بلې خبري لپاره د لاندي مذکورو دریو موبایل شمېرو پرته بله هېڅ شمېره د اسلامي امارت اړونده شمېره نه ده او نه هم د اعتناء او اعتبار وړ ده. والسلام
د شکایاتو شمرې: ۰۷۰۷۷۲۶۵۴۵ / ۰۷۰۳۹۲۹۸۸۲
د ګواښ شمېره: ۰۷۰۷۰۹۵۶۹۷
د کندهار ښار د چریکي عملیاتو عمومي مسئول
سپین طالب
لاسلیک او ټاپه
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.