لیکوال :احمد بشير.
..
د عربي هیوادونو د پوهنتونو اړوندو محصلينو اتحاديو ، په مصر کې د عبد الفتاح السيسي په مشرۍ د کودتاچيانو لخوا د محصلينو عام وژنه په کلکو ټکو وغندله، او غوښتنه يې وکړه، چې په محصلينو باندې د وژنو پيل شوې لړۍ دې ژر تر ژره اودرول شي.
د محصلينو ټولنو په يو شريک پيغام کې له دولتي ټولنو او د نړيوالو حقوقي ګوندونو څخه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې د مصري ولس د بچيانو او محصلينو وژل اودروي، په ځانګړي ډول د پوهنتونو نو هغه محصلين چې د ظلم، فساد او سرکشۍ پر وړاندې د پاڅون لارښودان دي.
د اتحاديو د استازو لاسليکونه، د پیغام په پای کې په لاندې ډول دی:
د کويټي محصلينو ملي اتحاد. د تونسي محصلينو اتحاديه. د سوډاني محصلينو اتحاديه. د یمن د محصلينو اتحاديه. د ازاد الجزائز د محصلينو اتحادیه. د المغرب د محصلينو ملي اتحاد. د موريتانيا محصلينو اتحاد. رابطة الطلبة اللبنانين لبنان. د المغرب د محصلينو نوښتګر ګوند. د اماراتو د محصلينو اتحاد. د سعودي عربستان د محصلينو عمومي اتحاد. او نور.
احمد بشير.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.