لیکوال : زلمی اتل
..
ټول افغان ولس خبر دی چې څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت د اوګو په ولسوالۍ کې د ځمکې ښویدو دردناکه پېښه رامنځته شوه، چې له امله يې ۲۵۰۰ تنه ګران هېوادوال بې درکه شوي دي. انا لله وانا اليه راجعون.
که څه هم دا ډول او دې ته ورته اسماني او ځمکني افتونو سره په ډېرو هيوادو کې خلک مخ کېږي، نه ترې پرمختللی هیواد پاتې دی، او نه ترې وروسته پاتې غريب هيواد، ځکه د دا ډول پيښو مخه غير له الله تعالی څخه بل څوک نه شي نیولی.
خو خبره دا ده چې افغان مظلوم ولس چې د څو لسيزو راهيسې د پرديو له خوا ورباندې په تپل شوو جګړو کې کړېږي او زورېږي، او بيا هغه څوک چې د همدغه مظلوم ولس په پاکو وينو باندې په تجارت کې يې د هوسا ژوند او واکمنۍ په لور اوچت ګاونه اخستي، د همدغه بدخشان لالونه او قيمتي کاڼي يې تر لندنه رسولي او د هیواد دننه او بهر يې پرې دنګې دنګې ماڼۍ جوړې کړي، خو د خاورو لاندې بدخشيانو د مړو د را ایستلو لپاره بيلدوزر لا څه چې د بېل او کولنګ مرسته هم نه شي کولی.
دبدخشان ولایت د ځمکې ښویدنې دغه دردناکه پېښه یوازينۍ پېښه نه ده، چې د کابل حکومت او په اصطلاح د طبیعي پېښو سره د مبارزې دولتي ادارې پکې، خلکو سره مرستې نه دي کړي، تر دې وړاندې هم د ځمکې ښویدنې، سیلابونو، زلزلو او نورو دې ته ورته پېښو او آفتونو په رامنځته کېدلو سره د افغانستان د بېلابېلو بېلو سیمو زیانمن شویو وګړو، د دې ادارې په مرستو نه کولو او بې باکيو باندې ناخوښي څرګنده کړې وه.
په حقیقت کې د کابل واکمنه اداره خپلو صليبي بادارانو د دې لپاره نه ده رامنځته کړې چې د افغان ولس د دردونو دوا دې شي او په سختيو کې يې لاس نيوی وکړي، بلکې د دغې ادارې یواځينۍ دنده دا ده چې څنګه افغان ولس زورېدلی او کړېدلی وګوري او دوی دې په خپلو مزو او چړو کې لا پرمختګ وکړي.
خو له نيکمرغه د افغان ولس رښتينو بچيانو (طالبانو) د ډيرو کمو امکاناتو په درلودلو سره د خپلې وسې په اندازه مرستو ته چمتوالی وښود او د زیانمنو شوو کورنیو سره يې په دې مصیبت کي ځان شریک کړ او په سیمه کي يې خپلو مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه چي په دغه غمجنه پیښه کي تاواني شوو کورنیو او افرادو سره د خپل وس په اندازه، د ژغورني،انتقال ،امنیت او بشري مرستو د ور رسولو په برخو کې هر اړخیزي مرستي وکړي .
نو په حقيقت کې همدغه مجاهدين دي چې په رښتيني ډول د خپل ولس په درد درديږی او په غم يې ژړيږي. او همدې ولس ته يې د هوسا او سوکاله ژوند د وربښلو په موخه خپل سرونه په لاسو کې نيولي.
مونږ په داسې حال کې چې د بدخشان په دغې پيښه کې غم ځپلو هيوادوالو سره ځانونه د غم په ټغر ناست بولو، له الله تعالی څحه په ياده پيښه کې د مړو شوو کورنيو ته د صبر جميل او اجر عظيم غوښتونکي يو، او په دنيا او اخيرت کې ورته نعم البدل غواړو.
الله تعالی دې دغه افغان مسلمان ولس نور د هر ډول اسماني او ځمکني افتونو څخه د تل لپاره وساتي.
زلمی اتل
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.