ليكوال: سیلاب
انتخابات چې د تیرې لسیزې را پدیخوا ډیر وځلیدل او د ځینو ساده لوحو له خولې څخه د انتخاباتو نعرې راوځي او د ډیموکراسۍ په تشو شعارونو باندې غولیدلي دي، دوی پدې اند دي چې رښتیا هم ډیموکراسي د حکومت کولو تر ټولو ښه بڼه ده او هر څوک باید ورته لیواله وي، ځکه چې ډیموکراسي هر چا ته خپل حقوق ورکوي او د ټولو ترمنځ مساوات رامنځته کوي، د خلکو لپاره ښه کار او روزګار برابروي، هیواد د ترقۍ په مخ سوق کوي، او هر قسم بحران له منځه وړي.
مګر نن ورځ په افغانستان کې د ډیموکراتانو او د ډیموکراسۍ د مینه والو تش او پوچ شعارونه ټول دروغ شول، هغه ارمانونه یی چې د ډیر وخته ورته خوشبینه ؤ له خاورو سره خاورې شول، د تیرې لسیزې په اوږدو کې څلور ځله انتخابات ترسره شول خو په هیواد کې هیڅ قسم مثبت بدلون رامنځته نشو، هیوادوال یې له هر اړخیزو ناخوالو سره مخامخ کړل، په هیواد کې اقتصادی بحران رامنځته شو سره لدې چې له غرب څخه په میلیاردونو میلیاردونو ډالر له افغانانو سره د مرستې په نوم راوړل شول خو بیرته د همدوی په جیبونو کې ولویدل او د ګوتو په شمیر یو څو مستغربینو ته ورکړل شول.
که تیرو شویو انتخاباتو ته ځغلنده نظر وکړو نو وبه وینو چې په هیواد یې څومره منفی اغیزونه کړي دي، تیره دوه ځلې انتخابات چې ترسره شول او ټول پدې ښه پوهیدل چې هغه څوک په تش په نوم ولسمشر کیږي چې امریکایانو ته وفادار او د هغوی په خوښ وي، همغسې وشول دوه ځلې یې خلکو ته په دروغجنو وعدو ورکولو سره بازي ورکړه، په زرګونو هیوادوال یې له خپل کار او کسب څخه لاس په سر کړل او د ډراماتیکو انتخاباتو په ترسره کولو یې مصروف وساتل.
دا چې موشت نمونه د خروار ده نو اوس به د سږني کال انتخاباتو ته د بیلګې په توګه اشاره وکړو او هغه ناخوالې چې رامنځته شوې دي لږ به روښانه کړو: دا چې د غربی قانون له مخې په افغانستان کې تش په نوم انتخابات په خلکو باندې په زور ور تپل کیږي او په سترګو کې یې خاورې اچول کیږي ترڅو چې حقیقت څخه ناخبره پاتې شي نو په همدې اساس سږ کال د حمل په میاشت کې هم دغه ډرامه یو ځل بیا تکراره شوه، دا خبره خو له سره پریږدو چې په اسلام کې انتخابات مشروعیت لري او کنه پدې خو هر څوک پوهیږي، را به شو د ډیموکراتانو په نظریه باندې به لږ رڼا واچوو: کله چې انتخابات پیل کیدل نو دا ډنډوره یې ډیره به خوند سره غږوله چې انتخابات به شفاف وي او هیڅ کوم نوماند نشی کولئ چې درغلي وکړي، همغه ؤ چې پدغه دروغجنو وعدو سره یې یو شمیر کسان چې ځانونه لوی جهادي شخصیتونه هم معرفي کوي وغولیدل، له ډیرې اوږدې مبارزې څخه وروسته د انتخاباتو په نوم تسلیم شول او له خپلې مبارزې څخه یی لاس واخیست، نو د هغه مخلصو هیوادوالو له پراخ غبرګون سره مخامخ شول چې د څو لسیزو را پدیخوا په دوی پسې روان دي او حمایت یی کوي، په پيل کې یې انتخاباتو ته ډیرې حیلې جوړې کړې ترڅو چې خپل پلویان له لاسه ورنکړي، خو کله چې انتخابات ترسره شول او په پراخه کچه درغلي هم پکې وشوه نو بیا دوی په خپلو کړنو باندې سخت پيښمان شول او هوډ یې وکړ چې په دوهم ځل انتخاباتو کې به ګډون ونه کړي خو متأسفانه چې بیا هم په خپله خبره باندې کلک ونه دریدل.
تیر شویو انتخاباتو هیواد له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړ، چې د هغه له جملې څخه یو هم په هیواد کې بی روزګاري ده، په زرګونو هیوادوال بې کاره او بې روزګاره ګرځي هیچا ته د دندې د پیداکیدو چانس نشته مګر هغه څوک چې ښه واسطه ولري او پيسې ولري که څه هم کاري تجربه او علمی لیاقت یې په صفر کې ضرب وي هیڅ پروا نه کوي، خو کار بیا اهل کار ته نه سپارل کیږي هر دفتر ته چې لاړشئ هغه که مؤسسه وي او که بل کوم شخصی شرکت وي یقینا چې داسې به محسوس کړئ لکه شفاخانې ته چې راغلي یاست بې شمیره کارکوونکي به مو ترسترګو شي چې د دندې په تلاش کې کال دولس میاشتې کړیږي، او هر یو ته به دا یوه خبره کوي چې ترڅو انتخابات ترسره نشی او بیا یی پایلې اعلان نشي او نوی ولسمشر(!) په څوکۍ کیني تر هغه وخته د ندې پیداکول ناممکن دي، ځکه چې هره خارجي مؤسسه او شخصی شرکتونو خپل پروګرامونه ځنډولي دي.
ژبني تعصب هم خپل اوج ته رسیدلی دی چې د تیرو میاشتو په اوږدو کې یې ډیر پرمختګ کړئ دی: هغه داسې چې پښتون له فارسیوان او فارسیوان له پښتون څخه دومره کرکه کوي باور وکړئ که له کافر څخه هم دومره کرکه کوي، هغه هم د ولسمشرۍ(!) د څوکۍ په خاطر پښتون وایې چې بیغیر له پښتون څخه بل څوک نه منم او فارسیوان وایې چې زه دا هیڅکله نشم منلئ چې پښتون د ولسمشر شي، د یو او بل وینو ته داسې تږي ناست دي لکه یو وحشی ځناور چې د خپلې خیټې د ډکولو په خاطر یوه بې وزله هوسۍ ښکار کوي او هر یو بیا دعوه هم کوي چې مونږ الحمدلله مسلمانان یو، او حال دا چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم له قوم پرستۍ او ژبني تعصب څخه په کلکه منع فرمائلې ده، خو دوی دا ټول تر پښو لاندې کوي تر څو چې څوکۍ ترلاسه کړي، په دفترونو کې خو له یو او بل سره د ډیرې کرکې له وجهې د یو او بل په ژبه خبرې نه کوي پښتون په پښتو خبرې کوې او فارسیوان په فارسی باندې ځواب ورکوي او حال دا چې دواړه په دواړو ژپو سره ښې خبرې کولئ شي، دا هم د ډیموکراسۍ له لاسته راوړنو څخه یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د انتخاباتو په واسطه یې مسلمانان یې په خپل منځ کې څومره سره متفرق کړي دي.
سیلاب
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.