ليكوال: خالد اسلام جار.
.
د ملي امنيت عمومي رياست ويلي، چې په بدخشان کې د ١٤ وژل شويو وسله والو مخالفينو په ډله کې، د دوى له لوري نومول شوى والي مولوي فصیح الدین هم شامل دى. خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه رسينو ته په استول شوې خبر پاڼه کې، چې مونږ ته يې هم رالیږلې ده، د خپل نومول شوي والي وژل کېدل په کلکه رد کړي.
د ذبيح الله مجاهد څرګندونې د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره کټ مټ په لاندې ډول خپروو:
د بدخشان د والي د شهاد په اړه د اسلامي امارت دویاندڅرګندونې
نن ځينو رسنیو د دښمن له قوله خبر خپور کړ چې ګنې دکابل ادارې مزدورانو د بدخشان لپاره د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوی والي محترم مولوي فصیح الدین حفظه الله يې له يو شمیر نورو مجاهدينو سره شهيد کړی دی.
موږ د دښمن دغه پوچه او له حقيقته لري ادعا په تر ټولو کلکو ټکو ردوو، دبدخشان محترم والی صاحب مولوي فصيح الدين الحمدلله ژوندی دی او په خپلو جهادي کارونو بوخت دی، څرنګ چې هغه په خپله زړوره مشرۍ کې دښمن ته د سر او مال ډير درانه زیانونه اړولي او د دښمن څخه يې زړه ښکلی دی، نودښمن هم وخت په وخت دهغه دشهادت کاذب راپورونه خپروي او په دې توګه خپلو مورال بایللو عسکرو او پولیسو ته تسلي او ډاډ ورکوي.
متأسفانه چې د دغسې مهمو پيښو په مهال ځينې رسنۍ هم د دښمن سره د تلې د پلې په نیولو اخته کيږي او زموږ غبرګون ته اصلا اړتيا نه ويني، سره له دې چې دغه سر تر پايه دروجن خبر په هيڅ رسنيز اصل نه ده برابر خو ځينې رسنۍ چون له يرغلګرو او دکابل له غلامانو سره خوا خوږي لري ، نو دهغو په پلوي پروپاګند هم خپل کار بولي او بې له دې چې د مقابل لوري غبر ګون وپوښتي خبر نشروي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۹/۱۰هـ ق
۱۳۹۳/۴/۱۷هـ ش ــ 2014/7/8م
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.