http://www.almasryalyoum.com/news/details/477836
پرون سکای نیوز یوه ویډیو خپره کړه، ډیلي ټلیګراف بریتانوۍ ورځپاڼه کاږي، چې نوموړي ويډیو د دیفیډ دیاز په نامه یوه لاروي په خپل موبایل کړې ده.
په ویډیو کې یوه افریقايۍ تور پوستې مېرمن د دوه سړکونو تر منځ په پیاده رو روانه ده، یو په یو، یو پولیس ور پسې راځي او له شا یې رانیسي، سمدستې پر ځمکه را څملوي! په نس کې یې ګونډې ور وهي! او له مخې سره یې په مخ او سر په ډېر وحشتناک ډول په سوکانو وهي، ته به وايي کوم داړونکی ځناور یې را نیولی! او یا خپله داړونکی ځناور دی او په انسان یې برید وکړ!
په همدې ترڅ کې یې کوم بل ملګری را رسي، ددې پر ځای چې د پولیس په پښو کې پر ځمکه پرته له دې وحشتناک حالت نه وژغوري، د سر له ویښتانو یې نیسي او له خپل ملګري سره یې په ټینګ نیولو کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې مېرمن یوازې دظابط له وحشي سوکانو د خپل مخ د ژغورلو هڅې کوي او بس.
دا په داسې حال کې چې امریکا او غربي هېوادونه تل نارې وهي چې په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې له ښځو سره ناوړه چلن کېږي، په پوره باور سره ویل کېدای شي، چې په هېڅ اسلامي هېواد کې به له کومې مېرمنې سره په دې ډول وحشي چلن نه وي شوی، اونه به وشي، په اسلامي هېوادونو کې یو عادي کس نشي کولی او نه کوي، پولیس او حکومت خو لا څه کوې! چې کومه مېرمنه که څه هم چې خپله مېرمن یې وي، په لاره کې را څملوي، او بیا یې په سر او مخ په داسې یو وحشي انداز کې ووهي!
که فرض کړو چې دې مېرمنې لوی جرم کړی وي، یا به یې قتل کړی وي، یا به یې غلا کړې وي، تر دې اخوا خو بل لوی جرم نشته، که وي هم په دې ډول د مېرمنې رانیول، او په ځمکه یې څملول او بیا وهل، یقینا چې په یوه ټولنه کې د یو غیر معمولي وحشت استازیتوب کوي!.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.