لیکوال: محصلین
د مصر دار الافتاء یوه نادره فتوی صادره کړې، هغه دا چې په کومو هېوادونو کې چې دروژې ورځ تر ۱۸ ساعتونو اوږدېږي، خلک کولی شي، د هغو ساعتونو په اندازه روژه ونیسي، کومه چې مکه مکرمه کې نیول کېږي، ځکه مکه مکرمه ام القری ده..
د مصر دار الافتاء دا فتوای په خپله رسمي پاڼه کې خپره کړې ده، ویل کېږي په آئيس لينډ هېواد کې د روژې اوږدې ورځې تر ۲۲ ساعتونو پورې رسې، او په لندن کې نېږدې ۱۹ ساعتونو ته رسي، د مصر دار الافتاء د خپلې فتوی لپاره روغتیايي اصل په نظر کې نیولی، دار الافتاء وايي له طبي نظره کله چې یو انسان تر ۱۸ ساعتونو زیات وخت څه ونه خوري،روغتیا ته یې تاوان رسي، او د اسلام د مبارک دین احکام دخلکو د معنوي او مادي هوساینې لپاره دي، نه ددې لپاره چې خلک له ستونزو سره مخ شي.
د دوی په خبره کله چې یو کس ۱۸ ساعته روژه نیسي، روغتیا ته یې تاوان رسي، له همدې کبله ددې ډول سیمو خلک کولی شي د هغو ساعتونو په اندازه روژه ونیسي د کومو په کچه چې په مکه مکرمه کې نیول کېږي، له دې وروسته که څه هم چې لمر هسک ولاړ وي، کولی شي روژه ماته کړي!
نوموړې فتوی یوازې د علماوو نه بلکې د عامو خلکو احساسات هم را پارولي، دوی وايي دا ډول فتوی د اسلامي نصوصو خلاف فتوا ده.
که څه هم چې ځینې کسان به د مصر د دار الافتاء فتوا مني، خو ډېری عام خلک دا یوه عجیبه او غرېبه فتوی ګڼي، دوی وايي په داسې حال کې چې لمر په سر ولاړ وي څه ډول یو څوک روژماتی کولی شي!!
د نوموړې فتوی د روغتیايي اصل په اړه ډاکټر سعید عبد الله چې د رواني ناروغیو متخصص دی، وايي: له روغتیايي اړخه فکر نه کوم چې داسې څه دې وي، چې وښيي له یوې مشخصې مودې زیات وخت روژه نیول د روغ انسان روغتیا ته تاوان کوي!
په لندن کې د اسلامي ثقافت د مرکز مدیر احمد الدیان وايي چې دا یو غلط اجتهاد دی، چې له اسلامي احکامو سره اړخه نه لګوي، نوموړی وايي دا سمه ده چې اسلام د آسانۍ دین دی، او نه غواړي خلک له ستونزو سره مخ شي، خو که څوک د خپلو حالاتو او شرایطو له ستونزو سره مخ کېږي، د هغوی لپاره اسلام لاره ښودلې ده، که یو څوک ناروغ وي، روژه نشي نیولی، یا زیات تږی شي، یا سخت وږی شي، داسې چې روغتیا ته یې تاوان کوي، اسلام اجازه ور کوي چې روژه وخوري، خو بیا یې په بل وخت کې قضايي راوړي. اوس هم که یو څوک د ځینو ناروغیو له امله نشي کولی، او له وس نه یې بهر وي چې روژه ونیسي، هغوی دې روژه وخوري بیا یې دې په بل وخت کې قضايي راوړي، او که څوک کولی شي هغوی يې دې ونیسي، دا معقوله نه ده چې د ټولو لپاره په دې بهانه چې اسلام د آسانۍ دین دی، دروژې خوړلو فتوا ور کړل شي.
د مصر دحکومت دار الافتاء او هم د ازهر ځینې شیوخ له ډېر وخت راهیسې دا ډول نادرې فتواګانې صادروي، څو کاله وړاندې یې فتوا صادره کړې وه، چې لوی سړي ته د ښځې شېدې ورکول حرمت مصاهره واجبوي، او دا ددې لپاره چې په ځینو حکومتي دوایرو کې داسې حالات راځي چې یوه پردۍ ښځه او سړي په یوه خونه کې د خپلو کارونو له وجې سره یو ځای کېږي دا سې چې دریم کس ور سره نه وي، او دا د اسلامي شریعت له مخې ناروا کار دی، ځکه چې خلوت راځي، دوی ددې لپاره چې د غیر شرعي خلوت مخه یې نیولې وي، فتوا صادره کړه چې که په کومه اداره کې دا حالت راځي، نو نوموړې ښځه دې هغه سړي ته خپلې شېدې ور کړي، په دې سره به ښځه د سړي مور شي، او بیا که دوی خلوت کوي شرعا به څه مشکل نه وي، خو دې ته یې پام نه کولو چې د رضاع له مودې اخوا په شیدو حرمت مصاهره نه لازمېږي.
د مصر دار الافتاء د مصر دحکومت استازیتوب کوي، او دا خبره دوی خپله هم کوي، خو کله کله فتواوې د ټولې نړۍ لپاره ور کوي، کله چې امریکې په عراق برید کولو، او له دوی څخه په دې اړه پوښتنې کېدلې چې آیا دا یو ناروا یرغل دی، او که روا عمل؟ آیا په مقابل کې یې په مسلمانانو جهاد فرض دی او که نه؟ دوی ویل چې دا د عراق مسله ده، په دې اړه دې د عراق له علماوو څخه پوښتنه وشي، ځکه چې هغوی هلته حالات له نېږدې څاري، او د خپل هېواد په حالاتو ښه پوهېږي!
خو اوس نه وايي چې په لندن او نورو هېوادونو کې هم علما شته دي، د روژې د ورځو د اوږدوالي په اړه دې له هغوی نه پوښتنه وشي، ځکه چې حالات له نېږدې خپله ويني.
د سیسي له راتګ سره د مصر دار الافتاء نوره هم حکومتي شوې ده، ولې به نه کېږي ځکه چې د محمد مرسي د حکومت په ړنګولو او د پوځ له خوا په کودتاه کې د ازهر شیخ دکتور محمد طیب او د مصر د سلفیانو ګوند د سعودي په امر هم ګډون درلود.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.