ليكوال : محمد أفغاني
.
نن ورځ ۳ بجې ټاکل شوې وه چې د نتایجو اعلان وشي ، مګر بیا اعلان هم ۴ ساعته د ټاکل شوي وخت څخه وروسته شو .
د انتخاباتو دکمیسیون مشر نورستاني وویل چې په دې انتخاباتو کې د تقلب او تزویر له وجوده انکار نشم کولای ، او په انتخاباتو کې تقلب ترسره شوی دی .
نومړي د امنیتي ځواکونو هغه کوښښونه او سرښندنې وستایلې چې ددې انتخاباتو په تامین کې یې کړې وی .
نورستاني وویل : پولیسو په انتخاباتو کې مداخله کړې وه .
له بلې خوا عبدالله عبدالله ویلي دي چې دنن ورځې د ټاکنو پایلې به ونه مني .
د لومړنیو نتایجو اعلان :
ډاکټر اشرف غني : ۵۶.۴۴٪ ټولې رایې یې : ۴۴۸۵۸۸۸ دي .
داکټر عبدالله عبدالله : ۴۳.۵۶٪ ټولې رایې یې : ۳۴۶۱۶۳۹ دي .
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.