ليکوال: سرورخان
نن د دوشنبې ورځ سهار مهال د مصرپه شمال د دمیاط په نوي ښارکې نا معلومو وسلوالو کسانو د مصری پوځ د یوه تن افسر د موټر مخې ته په داسې حال کې را ووتل او موټر یې ودراوه چې نوموړي افسر په خپله موټر چلاوه له دریدلو سره سم پری نامعلومو وسلوالو کسانو ناتاره ډزې پیل کړې تردې چې نوموړي افسر یې ځاي پرځاي وواژه او نامعلومه وسله وال کسان دپیښې له ځاي څخه په تیښته بریالی شول دانوی برید د مصری پوځ خلاف په داسې مهال ترسره کیږي چې دا تیر څه دپاسه یوکال را پدیخوا له کله نه چې په مصری پوځ د ځینو بهرنیو هیوادونو په اشاره د پخوانی اسلامپاله منتخب ولسمشر محمد مرسی حکومت ړنګ کړ نو دمصری پوځ په خلاف دا رنګه پیښې دمعمول خبرې ګرځیدلي .
سرورخان
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.